سیمه ییز خبرونه

هندي شرکتونو دې په افغانستان کې پانگونه وکړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشرحامدکرزي په نوي ډیلي کې د هندوستان له صدراعظم من موهن سینگهـ سره په کتنه کې له هندي شرکتونو وغوښتل، چې په افغانستان کې پانگونه وکړي.

کرزي وویل، چې:

په افغانستان کې پانگونه له سولې او ثبات سره مرسته کوي.

کرزي له دې مخکې د هند د سفر په دوه يمه ورځ په ممبي کې له پانگوالو او سوداگرو سره کتلي ول او هلته یې هم ورته غوښتنه کړې وه.

د افغانستان ولسمشرحامد كرزي د دوشنبې په ورځ(د لړم۲۲) د هند له صدراعظم سره په یوه گډه خبري غونډه کې څرگنده كړه، چې:

نن سبا په افغانستان کې د پانگونې لپاره ښه فرصتونه شته، افغانستان خپل ښه راتلونکې ته ډېرهیله من دی.

د هند صدراعظم من موهن سینگهـ وویل:

له خپلې خوا ولسمشر کرزي ته وایي، چې د سیمې له اقتصاد سره د افغانستان یوځای کيدل به په ټوليزه توگه په سیمه کې له سوکالۍ او ثبات سره مرسته وکړي.

کرزي، چې د هند سفر یې درې ورځې مخکې له ممبي څخه پیل کړ، وویل:

موږ د هندي پانگه والو تود هرکلی کوو؛ خو پکار ده، چې تاسي د دې هرکلي لپاره راشئ. غواړو، چې په ځانگړي توگه پردې ټینگار وکړو، چې هندي سوداگر د افغانستان په اړه زړه نا زړه نه شي. له تاسو پېنځه یا شپږ کاله مخکې چینايي سوداگر راغلي دي.

د افغانستان اوهند مشرانو د ستراتیژیکو همکاریو پرتړون هم خبرې وکړې. دواړو خواوو تېرکال  ستراتیژیک تړون لاسلیک کړى دى.

Trending

Exit mobile version