تازه خبرونه
هند افغانانو ته ویزه ورکول بیا پیل کړل
د هندي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اوسمهال پانګوال، هنرمندان او لوبغاړي کولی شي، چې دې هېواد ته د سفر لپاره د ویزې غوښتنه وکړي.
هندي رسنیو د دې هېواد د چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې نوي ډیلي له څلور کلن ځنډ وروسته افغانانو ته د ویزو ورکول بیا پیل کړي دي.
د هندي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اوسمهال پانګوال، هنرمندان او لوبغاړي کولی شي، چې دې هېواد ته د سفر لپاره د ویزې غوښتنه وکړي.
هندو ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دا نوښت د ۲۰۲۵ کال د اپریل په وروستیو کې د نوي آنلاین ویزې پرټال له پېلېدا سره پیل شوی دی.
هند د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته افغانانو ته د ویزې ورکول بند کړل او په کابل او نورو ولایتونو کې یې خپل سفارت او قونسلګرۍ هم وتړلې.
د هند حکومت تر اوسه د ویزې د ورکړې د بیا پیل په اړه رسمي څه ندي ویلي؛ خو یوې حکومتي سرچینې هندو ورځپاڼې ته ویلي، چې د اپریل په وروستیو کې د افغانانو ته د ویزې غوښتنلیکونو لپاره یو نوی آنلاین پرټال پیل شو.
دې سرچینې زیاته کړې: “افغانان اوس د سوداګرۍ، درملنې، زدهکړو او نورو موخو لپاره ویزې ترلاسه کوي.”