سیمه ییز خبرونه

هند او روسيه د افغانستان د جگړې د پاى ته رسولو لپاره گډ دريځ لري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هند لومړى وزير وايې، وېره اچونكي بايد د افغانستان د سولې په پروسه كې د افغان دولت او نړېوالې ټولنې شرطونه ومني.

د روسيې او هند جگپوړو چارواكو په نوي ډيلي كې د دواړو هېوادونو د ديارلسمې كلنۍ ناستې په پاى كې وويل:

افغانستان ته د ثبات د را گرځولو لپاره همكاري كوي.

د هند لومړي وزير من موهن سنگ ترهگري او بنسټ پالنه افغانستان او سيمې ته گواښونه بولي او زياتوي هند او روسيه په افغانستان كې د ثبات د ټينگښت لپاره گډې موخې لري.

نوموړى زياتوي، چې هند او روسيه د يوه باثبات، يو موټي، دموكراتيك، بريالي، د بهرنيو له لاسوهنو، ترهگري او بنسټ پالنې څخه د خلاص افغانستان لپاره گډ نظر لري.

هند د سيمې يو هېواد دى، چې له افغانستان سره يې د اړيكو دوام د ستراتيژيك تړون پر بنسټ تضمين شوى.

وېل كېږي پاكستان، چې په سيمه كې د هند سيال هېواد دى، د ترهگرو د ملاتړ تورونه پرې لگېدلي او له افغانستان سره په خوا كې پروت دى، د هند او افغانستان تر منځ نږدې اړيكې د اندېښنې وړ بولي.

په همدې حال كې د هند لومړى وزير وايي، هند او روسيه د افغانستان روان حالات څاري او زياتوي، چې مونږ د افغانستان روان حالات څارو، او د ترهگرۍ او نشه يي توكو له اړخه د را ولاړو شويو گواښونو پر وړاندې د همكاريو لپاره هوكړه لرو.

د افغانستان د سولې له بهير څخه د هند او روسيې ملاتړ بل مورد وو، چې په گډې اعلاميه كې ورته اشاره وشوه.

هند او روسيې په گډه اعلاميه كې داسې وويل، هند او روسيه له وسله والو مخالفينو سره د خبرو لپاره د افغان دولت له هڅو ملاتړ كوي، په دې شرط، چې دا بهير د افغانانو په مشرۍ وي او جگړه مار د نړيوالې ټولنې له لوري ټاكل شوې سرې كرښې رعايت كړي.

دا څرگندونې په داسې حال كې بېانېږي، چې ټاكل شوې د ناټو جگړييز ماموريت د ۲۰۱۴ كال تر پاېه بشپړ شي او د ترهگرو پر وړاندې د جگړې مسئوليت به افغان ځواكونه په غاړه واخلي.

Trending

Exit mobile version