تازه خبرونه

هند او روسیې د افغانستان او پاکستان پر امنیتي ستونزو خبرې وکړې

د هند بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا غونډه د چارشنبې پر ورځ( د تلې دوه‌ویشتمه ) د هند د ملي امنیت د مرستیال سلاکار پاوان کپور او د روسیې د امنیت شورا د منشي د مرستیال الکساندر وندیکتوف پر ګډه مشرۍ ترسره شوه.

Published

on

 

هند او روسیې په نوي ډیلي کې نه یوازې د افغانستان او پاکستان په اړه د امنیتي خبرو د اووم پړاو غونډه ترسره کړه، بلکې د سیمې امنیتي بدلونونه او پر نړیوال امنیت د هغو اغېزې یې هم څېړلي دي.

د هند بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا غونډه د چارشنبې پر ورځ( د تلې دوه‌ویشتمه ) د هند د ملي امنیت د مرستیال سلاکار پاوان کپور او د روسیې د امنیت شورا د منشي د مرستیال الکساندر وندیکتوف پر ګډه مشرۍ ترسره شوه.

د راپور له مخې، دواړو لوریو د ګډو ګټو د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان او پاکستان اړوند امنیتي بدلونونو اندونه وړاندې کړل او د هند او روسیې د ځانګړې او ممتازې سټراټیژیکې ملګرتیا په چوکاټ کې یې د روانو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

الکساندر وندیکتوف د خپل سفر په لړ کې د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره هم لیدلي دي.

روسیه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې د اواري لپاره مرستې ته چمتو ده

دا خبرې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ روان دی او مسکو د شخړې د پای ته رسولو په برخه کې د مرستې چمتووالی ښودلی دی.

د اوکټوبر پر پېنځمه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ له غونډې وروسته، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وه، چې که دواړه لوري غوښتنه وکړي، مسکو مرستې ته چمتو دی.

کابلوف ویلي: « روسیه چمتو ده، چې د دې شخړې د پای ته رسولو لپاره پر هره ممکنه او منل شوې لاره مرسته وکړي.»

هغه زیاته کړې، مسکو کولی شي خپلواکه یا له خپلو شریکانو سره پر همغږۍ اقدام وکړي.

هند د افغانستان له ملي حاکمیت څخه خپل ملاتړ بیا څرګند کړ

هند د اوکټوبر پر پېنځمه په مسکو فارمټ کې یو ځل بیا د افغانستان د ملي حاکمیت، یووالي او ځمکني بشپړتیا ملاتړ څرګند کړ او د افغانانو د هوساینې لپاره یې پر پرله‌پسې ژمنتیا ټینګار وکړ.

د هند او روسیې ترمنځ وروستۍ خبرې د دواړو هېوادونو لپاره یو دوه‌اړخیز چوکاټ برابروي، چې د افغانستان او پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه خپل نظرونه او ارزونې سره شریکې کړي.

دا بحثونه په سیمه کې د افغانستان اړوند امنیتي موضوعاتو ته د سیمه‌ییزو قدرتونو د پاملرنې ښکارندويي کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د کړکېچ د اواري لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

Trending

Exit mobile version