لوبی

هند د افغانستان پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو اتلولي وګټله

په دې لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۳۱, ۱۴۰۵

د هند کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان پر وړاندې د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه د ۹ ویکټو پر توپیر وګټله او د دې لړۍ اتلولي یې خپله کړه.

په دې لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدا په ۴۴ اعشاریه ۲ آورونو کې ۲۱۸ منډې وکړې او هند ته یې د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه.

د توپ‌وهنې په برخه کې حشمت‌الله شهیدي ۱۳۱ توپونه ترسره او ۱۰۲ منډې یې وکړې.

د هند لوبغاړو ټاکل شوی هدف په ۲۸ اعشاریه ۴ آورونو کې د یوې ویکټې پر زیان پوره کړل او له دې سره یې د سیالیو د دې لړۍ اتلولي وګټله.

هند له دې مخکې هم په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته د ۷ ویکټو او په دوه‌یمه لوبه کې د ۱۷۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړې وه.

Trending

Exit mobile version