تازه خبرونه

هند له اسلامي امارت سره د دیپلوماسۍ پر بنسټ د اړیکو غزول غواړي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۵, ۱۴۰۱)

د هند د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل پر وړاندې یو لړ خنډونه شته، چې نوی ډیلي به یې د ډیپلوماسۍ له لارې له منځه یوسي.

په تېرو څو ورځو کې له هند سره د اسلامي امارت د مثبتو او دوستانه اړیکو د لرلو له هیلو وروسته داسې ښکاري، چې نوی ډیلي هم په افغانستان کې یو ځل بیا ډیپلوماټیک حضور ته لیوالتیا لري.

 د هند د افغانستان د وضعیت د ارزونې او د اسلامي امارت له مشرانو سره د خبرو لپاره د ډیپلوماټانو یو پلاوی کابل ته رااستولی و ، چې له افغانستان سره به د تاریخي اړیکو برخلیک روښانه کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت پرانیستی دی او هند هم په افغانستان کې د سیمه ییزو کارکوونکیو په کچه حضور لري.

که څه هم د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند په مستقيم ډول د هند د سفارت د بيا پرانستلو او له نوي ډيلي سره د افغانستان د نوي حکومت د ډيپلوماټيکو اړيکو يادونه ونکړه؛ خو  څرګندوي، چې په دې لاره کې خنډونه شته او نوی ډيلي يې د ډيپلوماسۍ له لارې د اوارولو هڅه کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باغچي ویلي؛ د افغانستان له خلکو سره زمونږ تاریخي او تمدني اړیکې به هغه څه ته، چې مونږ یې په افغانستان کې کوو، لارښوونه وکړي. اوس مهال په افغانستان کې زمونږ یو شمېر محلي کارکوونکي افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې همغږي دي او داسې ستونزې هم شته، چې د ډیپلوماسۍ له لارې یې د حل هڅه کوي.

د دغه وزارت یوه ویاند ویلي، چې اوسمهال یوازې یو څو سیمه ییز هندي کارکوونکي په کابل کې دي، چې افغانستان ته بشري مرستې همغږي کړي.

دی وايي، چې هند په افغانستان کې له نړیوالې ټولنې جلا عمل نکوي او له نړیوالې ټولنې سره به د نوي افغان حکومت د پېژندلو لپاره کار وکړي.

هغه زیاتوي؛ زه فکر کوم؛ نړیواله ټولنه له سرپرست حکومت څخه تمې لرې او په دې تمو کې مونږ هم له نړیوالې ټولنې سره شریک یوو. مونږ په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کوو. دا اړینه ده، چې د نړیوالې ټولنې غوښتنې پوره شي.

یو شمېر پخواني هندي ډیپلوماتان هم پدې باور دي، چې هند به د افغانستان د لنډمهالي حکومت په مشروعیت کې بېړه ونکړي او په دې اړه به له نړیوالې ټولنې سره یو ځای ګام پورته کړي.

پخوانی ډیپلومات امیتاب ماتو څرګندوي: که دوی د نړیوالې ټولنې لخوا ټاکل شوي معیارونه پوره کړي، د پېژندلو چانس یې شته؛ خو داسې ښکاري، چې د افغانستان د نویو واکمنانو په چلند کې کوم لوی بدلون ندی راغلی. ښځې او نجونې د زدکړو او کار حق نلري. نړۍ د ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه ډاډه نده، نو مونږ فکر کوو، چې دا ټول د هغوی د چلند پورې اړه لري.

پخوانی ډیپلومات ویوک کاجو هم وایي: که څه هم لنډمهالی حکومت هڅه کوي، چې له هند سره پخپلو خبرو ښيي، چې دوی د هند د ګټو ساتنه کوي او یا لږ تر لږه د هند پر ګټو د برید اجازه چا ته نه ورکوي؛ خو داسې شواهد نشته، چې هر څه دوی ادعا کوي هغه په عمل کې وښودل شي.

په دې وروستیو کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د دفاع وزارت سرپرست او د اسلامي امارت یو شمېر لوړ پوړیو شخصیتونو له هندي رسنیو سره په خبرو کې له هند سره د مثبتو اړیکو غوښتنه وکړه او له نوي ډهلي یې وغوښتل، چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

Trending

Exit mobile version