روغتيا
هند له افغانستان سره ۱۱ زره دوزه واکسین مرسته وکړه
په دې بار کې د انفلونزا واکسین ۵ زره ۵۰۰ دوزه او د مننژیت واکسین ۵ زره ۵۰۰ دوزه دي. د واکسینونو ټول وزن ۴۴۲.۲۰ کیلوګرامه او خالص وزن یې ۲۹۱ کیلوګرامه ښودل شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې هند په دې وروستیو کې د روغتیایي مرستې په توګه له دې وزارت ته د ۱۱ زره دوزه واکسین مرسته کړې ده.
په دې بار کې د انفلونزا واکسین ۵ زره ۵۰۰ دوزه او د مننژیت واکسین ۵ زره ۵۰۰ دوزه دي. د واکسینونو ټول وزن ۴۴۲.۲۰ کیلوګرامه او خالص وزن یې ۲۹۱ کیلوګرامه ښودل شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت مشرتابه د هند له مرستې مننه او ستاینه کړې او دا مرسته یې د انفلونزا او مننژیت ناروغیو د مخنیوي لپاره یو اړین ګام یاد کړی دی.
د روغتیا وزارت په وینا، دا واکسینونه به د زرګونو وګړو د ژوند ژغورلو لپاره زمینه برابره کړي.