سوداگري
هند له د افغانستان بانک سره تخنیکي همکاري کوي
د افغانستان بانک څرګنده کړې؛ د هند حکومت له د افغانستان بانک سره تخنیکي همکارۍ ته چمتووالی په ډاګه کړی دی.
د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان بانک رییس عبدالقهار ادریس په افغانستان کې د هند د تخنیکي ماموریت له مشر بهارت کمار سره وکتل.
په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو پر اقتصادي وضعیت، همغږۍ او بانکي چارو خبرې وکړې.
عبدالقهار ادريس په دې کتنه کې ويلي، چې د افغانستان بانک له ټولې نړۍ سره د قوانينو په چوکات کې د اړيکو ټينګولو ته ژمن دى او غواړي په ملي او نړيواله کچه د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې آسانتياوې رامنځته کړي.
ویل کیږي؛ د هند د تخنيکي ماموريت مشر ډاډ څرګند کړ، چې حکومت به يې له افغانستان سره د بانکدارۍ په برخه کې خپلې تخنيکي همکارۍ روانې ساتي.
سوداگري
د افغانستان او بېلاروس چارواکو د صنعتي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د تولیدي فابریکو پر جوړولو، د افغانستان – بېلاروس سوداګریزې ناستې پر جوړېدا او د دواړو هېوادونو د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې د مطرح شویو موضوعاتو پر څار نظرونه وړاندې کړل.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي بېلاروس ته په خپل رسمي سفر کې د دغه هېواد د صنعت له وزیر سره ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د تولیدي فابریکو پر جوړولو، د افغانستان – بېلاروس سوداګریزې ناستې پر جوړېدا او د دواړو هېوادونو د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې د مطرح شویو موضوعاتو پر څار نظرونه وړاندې کړل.
د بېلاروس د صنعت وزارت د دې هېواد د نړیوال صنعت په نندارتون کې د افغانستان د ګډون له کبله مننه کړې او افغانستان ته یې د ماشینونو د تولیدوونکو شرکتونو د استازولیو د لېږدولو لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ د ټراکټورونو او ماشینونو د تولیدوونکو شرکتونو ترڅنګ هغه شرکتونه هم شامل دي، چې د کانونو د استخراج په برخه کې کارېدونکي ماشینونه او وسایط جوړوي او بېلاروس غواړي، چې د دغو شرکتونو استازولې په افغانستان کې فعالیت وکړي.
د بېلاروس دوهیم نړیوال صنعتي نندارتون هم د بېلابېلو هېوادونو د شاوخوا ۵۰۰ شرکتونو په ګډون جوړ شوی، چې د اروپا او آسیا له هېوادونو څخه یې هم ګڼشمېر نندارچیان لیدنه کوي.
سوداگري
افغان او تاجک استازو د سوداګرۍ او پانګونې پر ګډو هڅو ټینګار وکړ
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي او د تاجکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس فرهاد شاه رحمان علیزاده په انلاین لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې د فرصتونو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د افغانستان او تاجکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو رییسانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي او د تاجکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس فرهاد شاه رحمان علیزاده په انلاین لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې د فرصتونو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
دواړو لوریو د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي، د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر پراختیا او د ګډو اقتصادي پروګرامونو پر ترسره کولو ټینګار وکړ.
په دې خبرو کې سید کریم هاشمي د تاجکستان سوداګرو او پانګوالو ته د امام ابوحنیفه(رح) په پېنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړه.
ټاکل شوې دغه نندارتون د تلې پر پېنځلسمه په کابل کې پیل شي.
د تاجکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي ته بلنه ورکړه، چې د دوشنبه ښار په جوړېدونکي ستر سوداګریز او صنعتي نندارتون کې ګډون وکړي.
دواړو لوریو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
سوداگري
د افغانانو جبري ایستل د لویدیځ د دوهمخي سیاست یوه برخه ده – روسیه
زاخارووا د امریکا، بریټانیا او جرمني د تګلارې په اړه د رسنیو د پوښتنې په ځواب کې ویلي؛ لویدیځ هېوادونه له ستونزو سره له مخکېدا وروسته د اسنادو د ورکړې او پناه ورکولو قوانین سخت کړي او هممهاله یې د افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا ويلي؛ لویدیځو هېوادونو له افغانستان څخه د هغو افغانانو د وتلو په تړاو خپله تګلاره بدله کړې، چې د ۱۴۰۰لمریز لېږدیز کال له زمري وروسته یې دا هېواد پرېښی او اوس یې د جبري ایستلو بهیر چټک شوی دی.
زاخارووا د امریکا، بریټانیا او جرمني د تګلارې په اړه د رسنیو د پوښتنې په ځواب کې ویلي؛ لویدیځ هېوادونه له ستونزو سره له مخکېدا وروسته د اسنادو د ورکړې او پناه ورکولو قوانین سخت کړي او هممهاله یې د افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.
د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د پخوانیو چارواکو او پوځيانو لپاره د دې تګلارې معنا له دغو هېوادو څخه پر زوره ستنول دي. ښايي له ستنېدا وروسته په افغانستان کې پر موجه بڼه خاینان وبلل شي.
زاخارووا ویلي، له هغو افغان پناهغوښتونکو څخه د خلاصون بهیر چټک شوی، چې نور ورته اړتیا نهلیدل کېږي.
هغې همداراز د اروپايي ټولنې د ځینو هېوادونو هغو راپورونو ته نغوته کړې، چې د اسلامي امارت ډیپلوماټانو ته یې د اسنادو د ورکړې پر موخه د اعتبار اجازه ورکړې ده.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې د قطر د السیلیه کمپ د نږدې کېدا بندېدو ته پر نغوته ویلي، په دې هېواد کې د امریکا د پخوانۍ پوځي اډې په یوه کمپ کې د مېشتو څه باندې زر افغان همکارانو برخلیک اوس هم ناڅرګند دی.
هغې زیاته کړې، واشنګټن د خپلو پخوانیو افغان متحدانو خدمتونه هېر کړي او نه غواړي هغوی په امریکا کې ومني؛ بلکې د هغوی د بیا مېشتولو لپاره له افریقايي هېوادونو سره خبرې کوي.
زاخارووا په پای کې ویلي، د اروپايي او امریکايي هېوادونو هغه تګلاره، چې له یوې خوا د بشري حقونو د سرغړونو له کبله د اسلامي امارت چارواکي نیسي او له بلې خوا افغان همکاران افغانستان ته ستنوي. د هغې پر څرګندونه، په لویدیځ کې د مصلحتپالنې او بېاصولۍ یوه بېلګه ده.
-
تازه خبرونه4 days agoتاجکستان په افغانستان کې له سولې او ثبات څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بانک او د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
-
تازه خبرونه4 days agoپه نورستان کې د عملیاتو پر مهال ۲۸ وسلوال وژل شوي او ۳۲ نور ونیول شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد جګړې د پای ته رسولو نوې هڅې؛ امریکا او ایران له منځګړو سره بېلابېل ولیدل
-
تازه خبرونه3 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری؛ مالي کړکېچ ۸.۳ میلیون کډوال له مرستو بېبرخې کولی شي
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانانو د پناه غوښتنې په دوسیو کې ۴۰ سلنه تېروتنې شوي – د امریکا کورني امنیت وزارت
-
تازه خبرونه2 days agoامریکايي پلاوي د افغانستان جنګ په اړه له عاصم منیر سره ولیدل
-
نړۍ3 days agoد صربستان ولسمشر له پارلماني ټاکنو مخکې له دندې ګوښه شو
