تازه خبرونه
هیڅوک د افغانستان او تاجکستان ترمنځ دوستانه اړیکو ته زیان رسولی نشي – امیرخان متقي
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې امیر خان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا او د پلاوو د تګ راتګ یادونه وکړه او څرګندوي، چې افغانستان او تاجکستان دوه ګاونډي، وروڼه او مسلمان هېوادونه دي؛ د ګډو فرهنګي او ژبنیو اړیکو له کبله هم کولی شي له شته فرصتونو څخه په ټولو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو ډګرونو کې د همکاریو د پراختیا لپاره ګټه پورته کړي.
په کابل کې د تاجکستان سفیر سعدي شریفي د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره پر دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو بحث او خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې امیر خان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا او د پلاوو د تګ راتګ یادونه وکړه او څرګندوي، چې افغانستان او تاجکستان دوه ګاونډي، وروڼه او مسلمان هېوادونه دي؛ د ګډو فرهنګي او ژبنیو اړیکو له کبله هم کولی شي له شته فرصتونو څخه په ټولو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو ډګرونو کې د همکاریو د پراختیا لپاره ګټه پورته کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې هیڅوک نشي کولی د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکو او د باور فضا ته زیان ورسوي او اسلامي امارت له تاجکستان جمهوریت سره د اړیکو د پراختیا په برخه کې کلک تعهد لري.
د تاجکستان سفیر سعدي شریفي هم د کابل او دوشنبې ترمنځ د وروستیو پرمختګونو او پخوانیو هوکړو په اړه معلومات وړاندې کړل.
هغه ټینګار کړی، چې تاجکستان په ګډه پوله کې مهم اقتصادي پروګرامونه او پروژې لري او د ښه نیت له مخې او د موجوده واقعیتونو پر بنسټ له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا او تلپاتې همکاریو په لټه کې دی.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو د ګډې اقتصادي کمیټې د جوړولو، د سرحدي او امنیتي همکاریو د پیاوړتیا او د راتلونکي کال لپاره د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د پلانونو په اړه هم اندونه وړاندې کړل.
تازه خبرونه
د ختیځ زلزلهځپلو ته د ۲ میلیون یورو مرستې پروګرام پیل شو
دا پروګرام، چې د خوړو او تغذیې د خوندیتوب لپاره د فرانسې د نوښت په چوکاټ کې تمویلېږي؛ موخه یې د خوړو خوندیتوب راګرځول، د تغذیې وضعیت ښه کول او د کورنیو په ځانګړي توګه د ښځو او ماشومانو د ژوندانه پیاوړتیا ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د فرانسې حکومت پر ګډه د ۲ میلیون یورو پر ارزښت یو پروګرام پیل کړ، چې د ۲۰۲۵ ز.کال د زمری زلزلې له کبله زیانمنو شویو ختیځو سیمو سره مرسته وکړي.
دا پروګرام، چې د خوړو او تغذیې د خوندیتوب لپاره د فرانسې د نوښت په چوکاټ کې تمویلېږي؛ موخه یې د خوړو خوندیتوب راګرځول، د تغذیې وضعیت ښه کول او د کورنیو په ځانګړي توګه د ښځو او ماشومانو د ژوندانه پیاوړتیا ده.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ دا پروژه به په مستقیم ډول په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې ۵۱ زره او ۸۷۰ کسانو ته مرسته ورسوي او شاوخوا ۱۹۰ زره نور کسان به هم په غیرمستقیمه توګه ترې ګټه واخلي.
د پروګرام اصلي تمرکز د تولیدي شتمنیو بیارغونه، د کورنیو پر کچه د خوړو تولید پیاوړتیا او د خوارځواکۍ کمېدا ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د «نغدي مرستې» د تګلارې له مخې، دا اداره به کورنیو ته له قید او شرط پرته نغدي مرسته، د مالدارۍ د ساتنې بستې، د چرګانو او سابو د روزنې ملاتړ او د تغذیې اړوند روزنې برابرې کړي.
یونیسف به ماشومانو ته مغذي خواړه برابر کړي؛ د ماشومانو مناسبې تغذیې ته وده ورکړي او د اوبو او حفظالصحې خدمتونه پیاوړي کړي، چې د خوارځواکۍ مخه ونیول شي.
د یادو بنسټونو مسوولانو ټینګار کړی، چې دا ګډ اقدام هم د بیړنیو اړتیاوو ځواب ووایي او هم به په هغې سیمه کې، چې اوس هم د طبیعي پېښو له اغېزو سره مخ ده؛ د خوړو، تغذیې او معیشت د سیسټمونو د ښهوالي لپاره زمینه برابره کړي.
تازه خبرونه
په اسلامآباد کې د اهل تشیع پر جومات د ځانمرګي برید وروستي حقایق بربنډ شول
د هغه امنیتي راپور له مخې، چې آریانانیوز تر لاسه کړی ښیي: له برید څخه څو ساعته وروسته د پاکستان پوځیانو د برید ګر د شناختي کارت له موندلو سره سم خپل جدیت ښکاره کړ او د خيبر پښتونخوا ايالت د باجوړ د ډمه ډولې او کټکوټ د اړوند سیمې د اوسیدونکو او برید ګر پر کورنۍ یې د داعشيانو تور ولګاوه او په اړه یې د عملياتو لړۍ پراخه کړه.
د پاکستان په پلازمېنه اسلامآباد کې د تېرې جمعې پر ورځ (د سلواغې اووهلسمه) د اهل تشیع پر یوه جومات خونړی ځانمرګی برید ترسره شو، چې په پایله کې شاوخوا دوه سوه کسانو ته مرګ او ژوبله واوښته؛ د برید مسوولیت داعشيانو پر غاړه اخیستی او د بریدګر انځور یې هم خپور کړی دی.
د هغه امنیتي راپور له مخې، چې آریانانیوز تر لاسه کړی ښیي: له برید څخه څو ساعته وروسته د پاکستان پوځیانو د برید ګر د شناختي کارت له موندلو سره سم خپل جدیت ښکاره کړ او د خيبر پښتونخوا ايالت د باجوړ د ډمه ډولې او کټکوټ د اړوند سیمې د اوسیدونکو او برید ګر پر کورنۍ یې د داعشيانو تور ولګاوه او په اړه یې د عملياتو لړۍ پراخه کړه.
په اړوند څرګندونو کې راغلي؛ د اسلامآباد برید عمران(چې پر ابو بکر باجوړي مشهور دی)، ادریس (چې په یوسف مشهور دی) او ملا عمران طرحه کړی و. دې کسانو بریدګر رهبري کاوه، ټیلفوني تماس یې ورسره درلود؛ په باجوړ کې یې نوموړي ته روزنه ورکړې وه او د هغه لپاره یې انفجاري واسکټ له پېښور څخه انتقال کړی و.
په راپور کې زیاته شوې؛ د پاکستان امنیتي ځواکونو د برید د ورځې پر ماښام د خیبر پښتونخوا د نوښار په حکيمآباد سيمه کې د دوی پر مرکز عمليات ترسره کړل، چې په نتيجه کې يې یوسف (ادریس) وژل شوی، ابو بکر باجوړی نیول ونیول شو او ملا عمران بریالۍ تېښته کړې ده.
پوځي چارواکو «د برید په مخنیوي او د داعشیانو په لیکو کې د خپلو کسانو د مدیریت په برخه کې د ناکامۍ پټولو لپاره ادعا وکړه، چې بریدګر او د برید پلانوونکو په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته تګ راتګ درلودلی دی. »
راپور د پوځیانو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې: د دې برید پلانوونکي اشخاص ټول پاکستانیان دي او په افغانستان کې د اسلامي امارت تر حاکمیت یوازې څو میاشتې وروسته له دې کبله خیبر پښتونخوا په ځانګړي ډول باجوړ ته وتښتېدل، چې په افغانستان کې کړۍ ورباندې تنګه شوه او فعالیت یې نشو کولی.
په راپورونو کې راغلي: «دې ګروپ په باجوړ او پېښور ښار کې له ۲۰۲۳ز.کال راپدېخوا د جمعیت علماء اسلام ګوند د لاندې مسوولانو، دیني عالمانو او نورو مخورو په شهادت کې لاس درلود:
۱. د جمعیت علماء اسلام غړی مولانا صلاح الدین؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د سپټمبر مياشتي اوومه.
۲. د جمیعت غړی او د عنایت کلي په بازار کې سوداګر مولانا الطاف حسین؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د سپټمبر مياشتي اوومه.
۳. د جمیعت علماء اسلام غړی او د عنایت کلي په بازار کې د غالیو سوداګر مولانا نور محمد؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د جون مياشتي دوهویشتمه.
۴. د جمیعت علماء اسلام ځايي چارواکی او د پاکستاني طالبانو د مخکني چارواکي مفتی بشیر زوی معاذ خان(مفتی بشیر هم د تېر کال په رمضان میاشت کی د داعشیانو لهخوا شهید شو) د معاذ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د اپريل مياشتي اتهلسمه.
۵. سلفي عالم قاري اسماعیل؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د اوکټوبر مياشتي نههویشتمه.
۶. د جومات امام قاري ذین العابدین؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د اوکټوبر مياشتي ۲۷تمه.
۷. سلفي عالم او مدرس مولانا طلا محمد؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د اوکټوبر مياشتې څلورمه.
۸. مخکښ سوداګر اکرم خان؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د نومبر مياشتي نهمه.
په دې راپور کې لاندې پوښتنې راغلي:
ولې د دوه کلونو په اوږدو کې ياد ګروپ تثبيت نشو؟
ولې د اسلامآباد له بريد يوه ورځ وروسته عمليات ورباندې کيږي.
ولې د اسلامآباد له برید وروسته د پاکستان نظامي سټراټیژي بدله شوه؟ »
دا هغه پوښتنې دي، چې د اسلامآباد له برید وروسته راپورته شوې او د استخباراتي چارو شنونکي يې په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کوي.
په دې لاسته راغلي راپور کې پاکستان ته د خراسان څانګې د رهبرۍ او افرادو د انتقال په اړه لیکل شوي: « لکه څنګه، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیت سره سم پر داعشیانو سیمه تنګه شوه او د داعش خراسان څانګې رهبرۍ د خپلو کسانو د خوندیتوب او ساتنې په موخه له افغانستان څخه پاکستان ته د انتقال امر وکړ او پاکستان د خپلو سیاسي او استخباراتي موخو لپاره په غیر مستقیم ډول د یوه منل شوي تعامل له مخې د یادې ډلې رهبري او افراد په سیسټماتیک ډول سره ځای پر ځای کړل او د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په غرنیو او اطرافي سیمو کې یې ورته د نظامي معسکراتو او روزنیزو کمپونو زمینه برابره کړه؛ خو هلته هم دا ډله تر مداوم فشار لاندې وساتل شوه.
د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د مرکزونو له فعالولو وروسته داعشیانو خپل فعالیتونه بېرته منظم کړل. ان تر دې، چې د تېر ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر پېنځهویشتمه پر دې مرکزونو عملیات پیل شول، چې درې ورځې یې جریان درلود. د عملیاتو په پایله کې د دوی مرکزونه له منځه یووړل شول او شاوخوا ۳۰ جنګیالي، روزونکي، رابطین او قومندانان یې، چې زیاتره یې بهرني اتباع ول؛ ووژل شول. د ولید الترکي، محمد اسلام کرد ایراني او عبدالله الترکي پر نومونو درې مهمو داعشیانو هم په دې عملیاتو کې ژوند له لاسه ورکړ.
د مستونګ د مرکزونو له ویجاړېدا وروسته داعشیانو پر خیبر پښتونخوا تمرکز زیات کړ؛ خو هلته هم خوندي پاتې نشول او د تېر نومبر پر شپږویشتمه د خیبر ایجنسۍ په جبارمېله سیمه کې د دوی پر مرکزونو، چې د عبدالحکیم توحیدي او ګل نظیم تر سرپرستۍ لاندې فعال ول؛ ډرون برید وشو.
د روان ۲۰۲۶ ز.کال د فبرورۍ پر دوهیمه نېټه د باړې د قمبرخېلو په شنکو سیمه کې د دوی پر یوه بل مرکز نامعلومو وسلوالو برید وکړ، چې په پایله کې یې ۱۱ داعشیان ووژل شول او درې نور ټپیان دي. په وژل شویو داعشیانو کې له درې کسانو پرته، چې سیمهییز اوسېدونکي وه؛ نور بهرنیان ول. په سیمهییزو داعشیانو کې د عدنان پرنوم یو مهم کس (چې د ابو الحرب پر نوم مشهور و) هم په دې عملیاتو کې ووژل شو.»
له تېرو دوه کلونو راپدېخوا د داعش نور غړي هم په پاکستان کې د نامعلومو وسلوالو لهخوا وژل شوي دي.
په دې راپور کې د داعش فکري او سیاسي انارشیزم ته هم داسې نغوته( اشاره ) شوې: «داعش د خپلو متشددو افکارو، سیاستونو، د واحدې پالیسۍ د نشتون له کبله په فکري لحاظ پر طبقو وېشل شوی تنظیم دی.»
دغه راز څرګنده شوې، چې ځینې غړي یې«د تکفیر په برخه کې پخپله د داعش تر منهج هم زیات افراط کوي؛ د تکفیر په اړه د هیڅ تفکیک او تدریج قایل ندي، په هیڅ ډول مصلحت عقیده نلري؛ برعکس ځینې نور یې بیا پراګماټیک او مصلحتي نظر لري او حتا چمتو دي، چې د خپلې ډلې د بقا لپاره له استخباراتي کړیو سره لار ومومي او د هغوی غوښتنې او فرمایشات پوره کړي. د داعشیانو په لیکو کې دغه راز افراد، چې د تنظیم د نورو کلیدي اشخاصو له فکري او نظامي منهج سره په سخت ټکر کې واقع دي؛ حضور د دې لامل شوی، چې د دوی په منځ کې ګروپونه او ډلې رامنځته شي؛ هر ګروپ له خپل رهبر څخه یو بت جوړ کړی او د یوه طاغوت حیثیت یې ورکړی دی.»
په دې راپور کې د پاکستان له استخباراتو سره د داعشیانو د اړیکو په اړه څرګنده شوې ، چې «د داعش له خراسان څانګې سره د پاکستان د استخباراتو د اړیکو تاریخچه د دې ډلې د فعالیت لومړیو ورځو ته رسیږي؛ د شیخ عبدالرحیم مسلم دوست د څرګندونو له مخې د داعشیانو د فعالیت په لومړیو ورځو کې لشکر طیبه ته منسوبو پاکستاني افسرانو کوښښ وکړ، چې داعش ډله په خپل لاس کې واخلي او خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره یې وکاروي، چې تراوسه پورې د داعش خراسان او پاکستان څانګې د پاکستاني استخباراتو لهخوا کاریږي او ښه بېلګه یې پخپله په پاکستان کې د پوځي رژیم د سیاستونو د مخالفو څېرو وژل کېدل دي. »
راپور داهم په ډاګه کړې، چې داعشیانو ولې په اسلامآباد کې د اهل تشیع پر جومات برید وکړ؟ «د پاکستان استخبارات او د داعشیانو د خراسان او پاکستان څانګې نږدې اړیکې، همغږي او په ځینو مواردو کې ګډ پلانونه او مشترک اهداف لري. له همدې کبله په پاکستان کې د داعشيانو بریدونو استخباراتي بڼه خپله کړې او هلته یې فکري، نظامي او سیاسي فعالیتونه د نورو سیمو پر پرتله متفاوت لیدل کیږي؛ یوازې په ځانګړو سیمو کې مساجد، مدارس، عام وګړي، مخور علماء کرام او ولسي جلسې د پاکستان له سیاسي شرایطو سره سم تر بریدونو لاندې نیول کیږي. »
د اسلامآباد له برید وروسته ولې د داعشیانو پر وړاندې د پاکستان نظامي سټراتیژي بدله شوه؟
دا، چې اسلامآباد د پاکستان پلازمېنه ده او تر ډېره بریده یې د پاکستان پوځي رژیم نړۍ ته د یوه مامون او په ټولو برخو کې د پرمختللي معیاري او سمبولیک ښار په توګه وړاندې کوي او د پاکستان پوځي رژیم په دې وروستیو کې د بهرنۍ پانګونې د جلب لپاره هڅې کوي ثابته کړي، چې په پاکستان کې د پانګونې لپاره ټول شرایط مساعد دي، امنیت تامین دی او یو قانوني دولت، پیاوړی نظامي او استخباراتي ځواک حضور لري؛ خو دې برید د پاکستان د پوځي رژيم روایتونه او هڅې له ګواښ سره مخ کړې.
په اسلامآباد کې د اهل تشیع پر جومات له برید لږ وروسته د پاکستان د پوځي رژیم تبلیغاتي ادرسونو د یاد برید نسبت د دوی په اصطلاح(فتنة الخوارج) ته وکړ؛ پوځي رژیم تل د فتنة الخوارج اصطلاح له داعش او استخباراتي وسلوالو ډلو پرته د هغو جهادي تنظیمونو لپاره کاروي، چې د پوځي رژیم پر ضد جنګیږي.
هغه مهال، چې د داعشیانو رسمي خبري سرچینې اعماق د یاد برید مسوولیت ومانه او د بریدګر انځور یې خپور کړ؛ له دې کار سره داعشیانو دا پیغام ورکړ، چې په پاکستان کې یې پراخ نفوذ تر لاسه کړی دی او خپل وجود یې هلته ثابت کړ. دا هغه څه ول، چې پوځ ته د منلو وړ ښکاره نشول او د یاد برید د کیفیت او نوعیت د پیکه کولو لپاره یې بېړني تعقیبي اقدامات ترسره کړل، چې له یوې خوا د استخباراتي مدیریت ناکامي جبران کړي او له بل پلوه په پاکستان کې د داعشیانو د حضور په اړه د نړیوالو له اعتراضاتو او اندېښنو څخه تر یوه حده ځانونه خلاص کړي.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې پوځي چارواکو تل د خونړیو بریدونو پړه پر افغانستان اچولې؛ خو د اسلامآباد پېښې نه یوازې بریدګر، بلکې ټول ګروپ او طراحان د پاکستان اتباع وښودل او د معلوماتو له مخې د بریدګر د کورنۍ په ګډون ځینې خپلوان یې هم د پاکستان د امنیتي ادارو لهخوا نیول شوي دي. دا امنیتي ناکامي باید پاکستان راويښ کړي او ویې هڅوي، چې د استخباراتي استفادې پرځای په پاکستان کې د دې ډلې پر وړاندې صادقانه مبارزه وکړي.
تازه خبرونه
پاکستان کندهار او مزارشریف ته دوه سرقونسلان غوره کړل
په دې غوراویو کې د کندهار لپاره شهباز حسین او د بلخ لپاره اویس احمد خان د پاکستان د سرقونسلانو په توګه ټاکل شوي دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار نن (چارشنبه د سلواغې دوهویشتمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ دغه ټاکنې د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف پر خوښه ترسره شوې دي.
-
تازه خبرونه4 days agoتاجکستان د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې پر همکاریو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیالۍ یوه پلاوي انډونیزیا ته سفر وکړ
-
لوبی4 days agoنیوزیلینډ افغانستان ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد ۲۰۲۵ ز.کال په وروستیو ۳ میاشتو کې ۱۴ پخواني ځواکونه وژل شوي – یوناما
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد چین په شمال کې د چاودنې له کبله اته کسان ووژل شول
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي همکاریو ټولنې او آلمان استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او سیمې په سرحدونو کې د ترهګریزو فعالیتونو نښې لیدل کېږي-لاوروف
-
سوداگري2 days agoازبکستان د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ د امکانسنجۍ هوکړهلیک تصویب کړ
