تازه خبرونه

هیڅوک د افغانستان او تاجکستان ترمنځ دوستانه اړیکو ته زیان رسولی نشي – امیرخان متقي

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې امیر خان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا او د پلاوو د تګ راتګ یادونه وکړه او څرګندوي، چې افغانستان او تاجکستان دوه ګاونډي، وروڼه او مسلمان هېوادونه دي؛ د ګډو فرهنګي او ژبنیو اړیکو له کبله هم کولی شي له شته فرصتونو څخه په ټولو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو ډګرونو کې د همکاریو د پراختیا لپاره ګټه پورته کړي.

Published

on

په کابل کې د تاجکستان سفیر سعدي شریفي د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره پر دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو بحث او خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې امیر خان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا او د پلاوو د تګ راتګ یادونه وکړه او څرګندوي، چې افغانستان او تاجکستان دوه ګاونډي، وروڼه او مسلمان هېوادونه دي؛ د ګډو فرهنګي او ژبنیو اړیکو له کبله هم کولی شي له شته فرصتونو څخه په ټولو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو ډګرونو کې د همکاریو د پراختیا لپاره ګټه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې هیڅوک نشي کولی د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکو او د باور فضا ته زیان ورسوي او اسلامي امارت له تاجکستان جمهوریت سره د اړیکو د پراختیا په برخه کې کلک تعهد لري.

د تاجکستان سفیر سعدي شریفي هم د کابل او دوشنبې ترمنځ د وروستیو پرمختګونو او پخوانیو هوکړو په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه ټینګار کړی، چې تاجکستان په ګډه پوله کې مهم اقتصادي پروګرامونه او پروژې لري او د ښه نیت له مخې او د موجوده واقعیتونو پر بنسټ له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا او تلپاتې همکاریو په لټه کې دی.

ویل کیږي، چې دواړو لوریو د ګډې اقتصادي کمیټې د جوړولو، د سرحدي او امنیتي همکاریو د پیاوړتیا او د راتلونکي کال لپاره د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د پلانونو په اړه هم اندونه وړاندې کړل.

Trending

Exit mobile version