تازه خبرونه

هیچا ته په هېواد کې د امنیت ګډوډولو اجازه نه ورکوو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۱)

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي ملا محمد یعقوب مجاهد ویلي؛ د اسلامی امارت ځواکونه د هېوادوالو د تلپاتي امنیت ټینګښت ته ځان ژمن بولي او هيچا ته اجازه نه ورکوي، چې د هېواد امنیت ګډوډ کړي.

په دې مراسمو کې د اسلامي امارت د لومړي او دوه یم مرستیالانو په ګډون د کابینې لوړپوړیو چارواکو او د دفاع وزارت د چارسمبالي او د ملا محمد عمر مجاهد زوی ملا یعقوب مجاهد ګډون کړی و.

ملا محمد یعقوب مجاهد دغه څرګندونې نن یکشنبه د غویی ۴ د اسلامي امارت د بنسټوال او پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد په نهم تلینغونډه کې کړي دي.

په دغو مراسمو کې د ملي دفاع سرپرست وزیر ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت به په هېواد کې د امنیت خوندي کولو لپاره د هر ډول داخلي او خارجي حرکت پر وړاندې ودریږي.

ملا محمد یعقوب مجاهد څرګنده کړې: ان شاالله ټول فاسد افکار به مو له منځه ولاړ شي. مونږ به هیچا ته اجازه ورنکړو، چې په افغانستان کې امنیت ګډوډ کړي او یا له بهر څخه ګواښمن شي. مونږ به ټولو ته په زړورتیا ځواب ورکړو. مونږ هیڅ بیړه نلرو.

نوموړی د افغانستان پوځ د خپلو مشرانو د لارې تقعیب ته ژمن بولي او ټینګار کوي، چې اسلامي امارت د ناامنیو او او د بې ګناه خلکو د وژنو زغم نلري او د اسلامي امارت پر ضد د هر ډول کورني او بهرني حرکت پر وړاندې به ودرېږي.

هغه دغه راز ویلي؛ امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد پخپله مبارزه او مشرۍ وکولی شول، چې افغانستان له تجزیې وژغوري.

د لومړي وزیر لومړي مرستیال د اسلامي امارت د بنسټ ایښودونکي او مشر ملا محمد عمر په نهم تلین کې ویلي، چې دولت د ټولو هېوادوالو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دی او د هیچا په حق کې به ظلم و نشي.

هغه له ګاونډ هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه و نکړي او په خبره یې د افغانستان له خاورې به هیڅ هېواد ته ګواښ پېښ نشي.

نوموړي زیاته کړې؛ ملا محمد عمر مجاهد رحمة ‌الله د سترې حوصلې، صبر، استقامت، تدبر، شجاعت او لوړ شخصیت خاوند او کم‌ساری شخص و.

هغه ویلي، د ا.ا.ا. د بنسټګر په ډېرو سختو شرایطو کې خپلې مبارزې ته دوام ورکړ او په دې لاره کې یې ډېر کړاونه وګالل.

هغه، د ا.ا. اوسنۍ بریا د ا.ا.ا. امیرالمؤمنین د تګلارې او موقف پایله وګڼله او زیاته یې کړه، چې مونږ به هم د نوموړي پر پله قدم ږدو او د هغه مبارزې ته به دوام ورکوو.

په دې مراسمو کې د لومړي وزیر دوه یم مرستیال شیخ عبدالسلام حنفي هم ډاډ څرګندوي، چې د اسلامي امارت پوځيان به د ظلم د ټغر ټولو او د اسلامي یووالي او حاکمیت ساتلو لپاره د خپلو مشرانو لاره تعقیب کړي.

هغه وايي، په افغانستان کې د واک جزیرې نورې پای ته رسېدلي او ټول هېوادوال د ورورولۍ په فضا کې ژوند سره کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د غونډې ګډونوالو ته ویلي، چې د اسلامي امارت د مبارزې او جهاد موخه د اسلامي نظام تینګښت او په هېواد کې ترې دفاع ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ ملا محمد عمر مجاهد وتوانید، چې د هېواد ټول عالمان تر یو چتر لاندې راټول کړي، اختلافات له منځه یوسي او ټول په یو اتحاد او اتفاق کړي.

د هېوادوالو د امنیت ټینګښټ په برخه کې د امنیتي چارواکو دغه څرګندونې داسې مهال راپورته کېږي، چې د افغانستان خلکو خونړۍ اوونۍ تېره کړه او د کابل، بلخ، ننګرهار او کندوز ولایتونو په وروستیو چاودنو کې شاوخوا سل تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version