Connect with us

تازه خبرونه

هېواد ته له پاکستان څخه څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال راستانه شول

خپور شوی

د

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت ويلي، چې د سې شنبې پر ورځ ( د غویی ۱۲) ۳۴۳ افغان کډوال له پاکستان څخه د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.

د دغه وزارت د څرکګندونو له مخې د دوشنبې پر ورځ هم د سپین بولدک له لارې ۲۱۱ افغان کډوال  هېواد ته راستانه شوي دي.

د سپین بولدک د مهاجرینو د ریاست د څرګندونو له مخې، د دوشنبې پر ورځ د پاکستان د کراچۍ ښار له زندانونو څخه د ۵۵ کسانو په ګډون ۲۴ کورنۍ، چې ۲۴ یې ماشومان دي هم راخوشې او هېواد ته راستانه شول.

دغه وزارت دوه ورځې وړاندې هم ویلي وه، چې د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۲۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

له دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په ډاګه کړې وه، چې د یو شمېر افغان کډوالو د راستنېدو اصلي لاملونه د ژوند د لګښتونو ډېروالی او د کاري فرصتونو نشتوالی دی.

په همدې حال کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ اوس هم څه باندې شپږ میلیون افغان کډوال په ایران او پاکستان کې میشت دي.

تازه خبرونه

د کونړ په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳ ملکي وګړي وژل شوي – ملګري ملتونه

ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړ شوی.

Published

on

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان ډوجاریک ويلي: د سپټمبر د یویشتم سهار مهال په کونړ ولایت کې د هوايي بریدونو له کزله لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نرینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ دي؛ وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړ شوی.

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د روان میلادي کال له پیل راپدېخوا د پولې هاخوا وسله‌والو نښتو له کبله د ملکي وګړو د مړینې او ټپي کېدا څه باندې ۱۱۰۰ پېښې ثبت کړې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند یو ځل بیا د ملکي وګړو د مرګ او ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره د نړیوال بشري قانون پر رعایت ټینګار کړی او څرګندوي، چې ملګري ملتونه وضعیت له نږدې څاري.

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د پاکستان د پوځي رژیم له‌خوا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د هوايي بریدونو راپورونه خپاره شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) ویلي، چې په کونړ کې د هوايي بریدونو پر مهال لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نررینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ په کې شامل دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

افغان چارواکو دغه بریدونه غندلي او د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار او هغه ته یې خپل رسمي اعتراض وړاندې کړی دی.

افغان چارواکو د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په پاکستان کې وسله‌والو بریدونه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ

واخان له طبیعي ښکلا، غرنیو منظرو او ځانګړي جغرافیایي موقعیت سره د بدخشان له مهمو سیاحتي سیمو څخه ګڼل کېږي.

Published

on

د روسیې د سېلانیانو  ۲۲ کسیزه ډله بدخشان ولایت ته ورسېده او ټاکل شوې، چې د واخان ولسوالۍ او د دې ولایت له یو شمېر طبیعي او سیاحتي سیمو څخه لیدنه وکړي.

په بدخشان کې د افغان‌ټور دولتي شرکت مسوول ظهورالله فخري ويلي، دغو سېلانیانو د پنجشېر له لارې کران او منجان ولسوالۍ ته ځانونه رسولي او وروسته د بدخشان سیاحتي سیمو ته تللي دي.

واخان له طبیعي ښکلا، غرنیو منظرو او ځانګړي جغرافیایي موقعیت سره د بدخشان له مهمو سیاحتي سیمو څخه ګڼل کېږي.

د مسوولانو د څرګندونو له مخې، روسي سېلانیان به د خپل سفر پر مهال د بدخشان له طبیعي منظرو او سیمو څخه لیدنه وکړي.

دغه راز افغان‌ټور دولتي شرکت ويلي، د ۲۰۲۶ز.کال په تېرو درې‌میاشتو کې یې له ۱۵۰ ډېرو بهرنيو سېلانیانو د بدخشان له تاریخي، لرغونو او طبیعي سیمو څخه د لیدنې ملتیا کړې ده.

واخان دهلیز له لوړو غرونو، طبیعي درو، یخچالونو او ځانګړي ژويو سره د افغانستان له هغو سیمو څخه دی، چې لږ پېژندل شوې دي او په وروستیو کلونو کې یې طبیعت او سیاحت ته د بهرنیو سیلانیانو پام ور اوښتی دی.

حکومتي مسوولان وايي، د سیاحت د صنعت د پراختیا، د خدمتونو د ښه‌والي او د افغانستان د طبیعي، تاریخي او فرهنګي جاذبو د پېژندنې لپاره هڅې روانې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان هوایي بریدونه به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

هغه نن په یوه غونډه کې ویلي؛ د دغو بریدونو په پایله کې یو شمېر ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان په کې دي؛ «شهیدان» شوي او ټپیان دي.

Published

on

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه وغندل.

هغه نن په یوه غونډه کې ویلي؛ د دغو بریدونو په پایله کې یو شمېر ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان په کې دي؛ «شهیدان» شوي او ټپیان دي.

فراهي ټینګار کړی، چې د پاکستان بریدونه به د اسلامي امارت له‌خوا بې‌ځوابه پاتې نه‌شي او « اسلامي امارت به په مناسب وخت کې د دغو بریدونو ځواب ورکړي».

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د پاکستان د پوځي رژیم له‌خوا د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو د هوايي بریدونو راپورونه خپاره شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) ویلي، چې په کونړ کې د هوايي بریدونو له کبله لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نرینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

افغان چارواکو دغه بریدونه غندلي او د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او هغه ته یې خپله رسمي اعتراضیه سپارلې ده.

افغان چارواکو د پاکستان هغه ادعاوې هم رد کړي، چې ګواکې په پاکستان کې د وسلوالو ډلو بریدونه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!