سیمه ییز خبرونه

هېڅ يو ډاكتر د داسې درملنې حق نه لري، چې وروسته په مضرې ناروغۍ بدله شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د اورتوپيدستانو يا د هډكو د ډاكترانو ټولنه وايي، چې د شتو ستونزو سره سره د سيمې د هېوادونو په پرتله په هېواد كې د هډوكو د نارغيو درملنه د قناعت وړ بلل كېږي.

د افغانستان د اوتوپيدستانو يا د هډكو د ډاكترانو د ټولنې يو شمېر غړي وايي:

هېڅ ډاكتر د داسې درملنې حق نه لرې، چې د وخت په تېرېدو سره ناروغ ته زيان ورسوي.

د ملي اردو صحې قوماندان ډاكتر موسى وردگ وايي:

ډاكټران بايد د ناروغانو د درملنې پر مهال له هغو لارو كار واخلي، چې پخوا يې د كارونې تجربې تر سره شوې وي.

نوموړې زياتوي، چې كه څه هم په افغانستان كې د هډوكې په برخه كې درملنې د پام وړ پرمختگ كړې، خو د نا امنيو د دوام له امله اوس هم دغه برخه لا زياتو تجربو او كاركوونكو ته اړتيا لري.

په همدې وخت كې د افغانستان د اورتوپيدستانو يا د هډوكو د ډاكترانو د ټولنې مشر پروفېسور نجيب الله وزيري وايي:

په افغانستان كې د هډوكې د ناروغۍ درملنه د سيمې د هېوادونو په پرتله د قناعت وړ ده.

دغې ټولنې د چهار شنبې په ورځ ( د ليندى ۱۵ ) وروسته له هغې، چې د نړى د اورتوپيدستانو د ټولنې غړيتوب يې تر لاسه كړې د خپلو افكارو د شريكولو په موخه يې خپله دوهمه ناسته په كابل كې جوړه كړه.

Trending

Exit mobile version