بی بی سی پښتو
وردګ؛ د نجونو د تعلیم له اړخه تر ټولو وروسته پاتې ولایت
کابل ته نژدې وردګ ولایت کې په دې وروستیو کلونو تر ټولې په کم شمېر کې نجونې له ښوونځیو فارغې شوې دي. د دې ولایت د پوهنې د ریاست په وینا، تېرکال د ټول ولایت په کچه ۳۵۰ نجونې له دوولسمو ټولګیو فارغې شوې دي.
په داسې حال کې د دغه ولایت په ګاونډیو ولایتونو کې بیا دا شمېر هرکال په زرګونو تنه وي.
خدیجه یوه له هغو نجونو ده چې په وردګ ولایت کې يې تر شپږم ټولګې زد کړې کړې دي. دې هیله لرله چې ډاکټره شي، خو هغه نورو زدکړو ته پرې نښودل شوه:
“تر شپږم ټولګې مو زدکړې وکړې او وروسته له هغه طالبانو درسونو ته اجازه نه راکوله، په تېره هم د نجونو ښوونځیو ته او کورنۍ هم په هماغه دودیزو افکارو باور لري. زموږه په صنف کې له شلو نیولې تر دېرشو نجونې چې نژدې ټولو زدکړې نیمګړې پرېښې دي. کلتوري محدودیتونه او ناسم دودونه هم وو”.
زدکړه او روزنه د ماشومانو له مدنې حقونو ګڼل کېږي، خو په وردګ ولایت کې د چارواکو په خبره په ټولنه کې د واکمنو دودونو له امله نجونې خپلو حقونو ته لاسرسی نه شي لرلي.
- وردګ پوهنتون؛ د خلکو په مرسته جوړ تعلیمي بنسټ
- “د وردګو طالبانو واک لاندې سیمو کې لسګونه ښوونځي پرانیستل شوي”
- د افغانستان پوهنې وزارت ۵۰ زره مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري
د وردګو یو اوسېدونکی حامد علمي وايي:
“ټول وردګ ولایت – په مرکز میدان ښار کې یوه لیسه ده چې په هغې کې هم د ګوتو په شمېر نجونې زدکړې کوي. په نورو ټولو ولسوالیو کې د نجونو مکتبونه له سقوط سره مخ دي او که وې هم تړلي دي. دلته خو کلتوري محدودیتونه واکمن دي. په لیرو پرتو سیمو کې حتی له نجلۍ سره هېڅ خوښه نه کېږي. د میراث په اړه هم همداسې حالت دی. یوازېنۍ لاره يې تعلیم دی چې د تعلیم کچه په لیرو پرتو سیمو کې لوړه نه شي، نو دا ناخوالې به لا ډېرېږي”.
جبري او په کم عمر کې د نجونو ودول د مهر او میراث له حقونو بې برخې کېدل هم د چارواکو په خبره هغه دودیز تاووتریخوالی دی چې تر ډېره په دې ولایت کې د قومي جرګو له لارې يې په اړه پرېکړې کېږي.
هغه مېرمنې چې له تاوتریخوالي سره مخ شوې او عدلي ادارو ته ورغلې د کورنۍ له لوري په وژله ګواښ شوي دي.
د وردګ ولایت د ښځو چارو مشره شکیلا غني وايي، د یوه کال په اوږدو کې یې د تاوتریخوالي یوازې ۴۶ پېښې ثبت کړې دي. دا هم هغه شمېره ده چې ددې په خبره کره نه ده. ځکه هغه ښځې چې له تاوتریخوالي سره مخ کېږي له وېرې دولتي ادارو ته نه ورځي:
“وردګ د افغانستان مرکزی ولایت دی، خو ډېر په بد حالت کې دی. په ځانګړې توګه د مېرمنو په برخه کې مېرمنو ته هالته هېڅ پام نه دی شوی. د تعلیم کچه ډېره ټیټه ده. ځکه ټولې میندې نالوستې دي او ټول ښوونځي تړل شوي. په مدني حقونو هلته نه څوک خبر دي او نه هم پرې پوهېږي، که په وردګ ولایت کې کومه ښځه میراث وغواړي د پلار او د ورور او ټولو له خوا عاق کېږي. هغې ته نور د پلار په کې د لټیدو او کیناستو حق نشته او به کم عمر کې ودودنه هم معمول دي. بس په جومات کې دعا کیږي او دا جبري واده بیخي زیات دی، تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی وي بیا موږ ته راځي”.