سیمه ییز خبرونه

وسله والو كسانو ۵ تنه د كابل اوسېدونكي د غزني په لاېت كې ووژل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

وسله والو کسانو د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پنځه تنه ملکي وگړي، چې د کابل اوسېدونکي دي، له موټر څخه ښکته کړي او وژلي دي. د غزني د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر وايې، دا كسان طالبانو وژلي خو دغې ډلې تر اوسه په دې اړوند څه نه دي وېلي.

د وژل شويو كسانو خپلوان وايې، وژل شوي په خپلو كې د ترور، تره او عمه زامن وو او پنځه ورځې مخكې كابل څخه غزني ته د كار كولو په نيت تللي وو، چې د لوى اختر په دوېمه شپه په ډزو سره ووژل شول.

په همدې حال كې د غزني د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر  محمدحسین وايې:

د دې كسانو مړي وړمه شپه د اندړو ولسوالۍ د شاه باز په سيمه كې د كابل- كندهار پر لوېه لار اچول شوي دي، او دا نه ده معلومه، چې وسله والو طالبانو ولې دا كسان وژلي دي، خو پوليسو څېړنې پېل كړى دي.

كه څه هم د غزني امنيتي چارواكي د ملكي وگړو د ډله ييزې وژنې په دې پېښه كې وسله وال طالبان ښكېل بولي خو دغې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

اندړ د غزني هغه ولسوالۍ ده، چې د لومړي ځل لپاره په كې د وسله والو طالبانو پر وړاندې ولسي پاڅون پېل شو.

Trending

Exit mobile version