سیمه ییز خبرونه
ولسمشريزو ټاكنو ته ټولې افغان خواوې هڅول كيږي
امريكا د افغانستان له راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو څخه په كلكه ملاتړ كوي او هڅه كيږي، چې په دغو ټاكنو كې د افغانستان ټولې سياسي خواوې او اپوزيوسون برخې اخيستو ته وهڅول شي.
د امريكا سفيرد پنجشنبې په ورځ(د سلواغې۱۹) مزار شريف ته د يو سفر په ترڅ كې ويلي:
امريكا د افغانستان له راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو څخه په كلكه ملاتړ كوي او هڅه كوي، چې په دغو ټاكنو كې د افغانستان ټولې سياسي خواوې او اپوزيوسون برخې اخيستو ته وهڅوي.
د بلخ والي وايي، چې:
حكومت بايد په ټول هېواد او په ځانگړي ډول د هېواد په سويل كې دا زمينه برابره كړي، چې خلك په ټاكنو كې برخه واخلي.
نوموړي همداراز په راتلونكيو ټاكنو كې د خپلې احتمالي نوماندۍ په اړه هم خبرې وكړې.
داسې ښكاري، چې په راتلونكيو ټاكنو كې د بلخ والي عطا محمد نور احتمالي نوماندۍ د امريكا سفير اړ كړى، چې د ټاكنو په اړه له نوموړي سره په مزار شريف كې خبرې اترې وكړي.
د امريكا سفير جيمزكننگهام وايي، چې:
د افغانستان راتلونكې ولسمشريزې ټاكنې، چې په ۲۰۱۴م كال كې تر سره كيږي ډېرې مهمې دي او موږ چمتو يو، چې د برياليو ټاكنو لپاره ترې ملاتړ وكړو. موږ هڅه كوو، چې ټولې اړوند خواوې، اپوزيوسون او مدنې ټولنې په دغو ټاكنو كې يوځاى كار كولو او برخه اخيستلو ته وهڅوو، چې د ټاكنو پايلې د ټولو لپاره د منلو وړ شي.
د بلخ والي عطا محمد نور د ټاكنو په وخت كې د افغانستان د امنيتي حالت د خرابيدو په تړاو وايي، چې:
د گاونډ هېوادونو له زندانونو څخه د وسلوالو طالبانو د رهبرانو خوشي كيدل بايد د افغان دولت او نړيوالې ټولنې سره د يو ميكانيزم په اساس تر سره شي، چې د سولې بهير ته گټه ورسوي .
نوموړى همدار راز وايي: