تازه خبرونه
ولسمشریزې ټاکنې کړکیچ ته تللې دي- حکمتیار
له آریانا نیوز سره په خبرو کې نوموړي ویلي؛ دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې له ده سره اړیکې نیولي او ترې غوښتنه شوې، چې له اوسني کړکېچ څخه د وتو لپاره مشوره ورکړي.
ښاغلي حکمتیار زیاته کړې: دوی ته زما مشوره داده؛ راځئ له ملت او الله پاک سره رښتینې او ټینګه ژمنه وکړ او دا بحران حل کړو.
د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې مشراو ولسمشرۍ ته نوماند انجنیر حکمتیار وایي، که د رایو د شمېرلو بهیر د بایومتریک دستګاوو له لارې وي؛ خپله مخکښ دی، دوه یمه د ثبات اوهمپالنې ټاکنیزه ډله ده او دولت جوړونکې ټاکنیزه ډله په درېیم ځای کې راځي.
تر اوسه د ټاکنو د پایلو په تړاو د ټاکنو خپلواک کمیسیون څه ندي ویلي؛ خو د ټاکنیزو ډلو څو مشران ځانونه بریالي بولي.
اوس ټاکنیز کمیسیونونه او ټول نوماندان غواړي، چې یوازې بایومتریک رایې وشمېرل شي؛ خو د رایو په شمېرلو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون لاسوهنه او یا هم د ټاکنو بې پایلې پاتې کیدل او دوه یم پړاو ته د ټاکنو تلل هم هغه څه دي، چې ښاغلی حکمتیار یې اندېښمن کړی دی.
ښاغلي حکمتیار ویلي؛ مونږ پوره باور لرو، چې بایومتریک رایې د اعتبار وړ دي؛ خو که په دې کې هم لاسوهنه ونشي، د رایو شمېر بدل نشي باوري یو، چې دولت جوړوونکې ډله به درېیم ځای خپل کړي او مونږ له ټولو ډېرې او پاکې رایې لرو.
څه موده مخکې د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیالامرالله صالح حکمتیار ته په خطاب کې ویلي وه؛ څوک، چې پر ټاکنو پښېمان دي او غواړي د جګړو لپاره بیا غرونو ته وخیژي، ځای یې پولیګون او یا هم د عدلي طب سړخونه ده.
ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار په دې اړه ویلي؛ هیله من یو، چې ماشومانه څرګندونې ونکړي او افغانان ونه ګواښي. د افغانانو ګواښل به د دې سبب شي، چې نوره میړانه هم وښیي او د بدل لار خپله کړي. له حکومتي ډلو مو هیله داده، چې سوله ییزه لار خپله کړي نه د تاوتریخوالي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د حکمتیار خبرو ته په غبرګون کې ویلي؛ دا ډول خبرې د عامه ذهیت له انحرافولو پرته بل څه نلري، ځکه دوی تر اسه د رای اچوونکیو د رایو پر شمېرلو خته دي.