Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشر غني د پېنځلس سوه طالب بندیانو د خلاصون امر کړی

خپور شوی

د

ولسمشر غني د لوړي له پر ځای کولو یوه ورځ وروسته د پېنځلس سوه طالب بندیانو د خلاصون امر کړی، د خلاصون بهیر به یې  په څلور ورځو کې پیل شي او هره ورځ به سل بندیان له اداري پړاوونو تېرولو وروسته آزاد یږي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لیک اصلي برخه ۵۰۰۰ بندیان دي، چې تېره اوونۍ دواړو خواوو پرې لاسلیک کړی و. په داسې حال کې، چې ښاغلي غني ور سره د مخالفت تر څنګ ویلي، چې هیڅوک نشي کولی افغان دولت دې کار ته اړ کړي او په خبره یې د دومره شمېر بندیانو خلاصول نه یوازې وخت غواړي، بلکې ټول حقوقي پړاوونه باید بشپړ کړي؛ خو اوس یې دا فرمان صادر کړی دی.

د دې فرمان له مخې له  خوشې شویو بندیانو ژمنه اخیستل کیږي، چې بیا به جنګي لیکو ته نه ځي. د دې فرمان له مخې، د بندیانو خلاصون به د بایومتریک بهیر تر بشپړیدو وروسته وشي. د طالبانو د بندیانو خلاصون او د سزا معافي د ښه نیت په خاطر کیږي او د دوي خلاصون به د کب له څلیریشتمې نېټې څخه د پروان له توقیف خونې پیل شي. دهغوی خلاصون به د عمر، روغتیایي حالت او د بند پاتې مودې ته په کتو  تر سره شي. وروسته د دولت او طالب استازیو د مخامخ خبرو اترو په لړ کې به په  هرو دوه اوونیو کې به پېنځه سوه بندیان، چې ټول درې نیم زره کسان کیږي، په دې شرط، چې د تاوتریخوالي کچه به را ټیټیه او خوشې شي.

د ملي امنیت شورا دفتر د دې فرمان د  پلي کیددو مسوولیت لري.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي، له دې بندیانو لیکلې ژمنه اخیستل کیږي، چې بیا به د جګړو ډګر ته نه ځي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د بندیانو د خلاصون لپاره نوې پرېکړه له امریکا سره د سولې هوکړه لیک خلاف ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د بندیانو خلاصون یې د خبرو د پیل لپاره مخکې شرط دی.

د طالبانو پخوانی غړی سید اکبر آغا ویلي، چې د بندیانو لومړۍ جوپه د را روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ پیلیږي او تر هغې، چې ۵۰۰۰ بندیان خلاص شوي نه وي؛ خپلمنځي خبرې نه پیلیږي. طالبان د بندیانو د خلاصون لپاره پلاوی ټاکي او د نوملړ له مخې خپل بندیان تسلیموي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د پېنځه زره طالب بندیانو د خلاصون په برخه کې د ولسمشر فرمان ته په نغوته کې وایي، چې دا بندیان به د هغه نوملړ له مخې، چې طالبانو ورکړی، د راتلوونکې اوونۍ د شنبې له ورځې خوشې شي. طالبانو له وړاندې هوکړه کړې، چې د دولت زر بندیان به خوشې کړي.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت سفیر له کویټي چارواکو سره د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې وکړې

په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.

Published

on

 

په کویټ کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي محمد شفیق خطیب د دې هېواد د بندیانو چارو ادارې له چارواکو سره د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په کویټ کې د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

سفارت تر اوسه د دغو خبرو د جزئیاتو او پایلو په اړه نور معلومات  خپاره کړي نه‌دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل بالاحصار کې د لرغونو ماڼیو او بودایي عبادت‌ځایونو پاتې شوني وموندل شول

دا موندنې د بالاحصار د لرغون‌پېژندنې او ساتنې د پراخ پروګرام یوه برخه ده، چې موخه یې د دغه تاریخي ځای د بېلابېلو تاریخي پړاوونو پېژندنه او مستندول دي.

Published

on

 

لرغون‌پوهانو د کابل د تاریخي بالاحصار په نویو کېندنو کې د مغلي پېر د ماڼیو پاتې شوني، د بودایي عبادت‌خونو(صومعو) اړوند ودانۍ او د ستوري په بڼه یو حوض موندلی دی؛ دا هغه لرغوني آثار دي، چې په دې تاریخي ځای کې د څه باندې دوه زره کلن استوګنځای، تمدن، سیاسي او مذهبي بدلونونو کیسه کوي.

دا موندنې د بالاحصار د لرغون‌پېژندنې او ساتنې د پراخ پروګرام یوه برخه ده، چې موخه یې د دغه تاریخي ځای د بېلابېلو تاریخي پړاوونو پېژندنه او مستندول دي.

له دې تازه موندنو څخه یو هم د مغولي پېر د یوې ماڼۍ پاتې شوني دي، چې په کې دیوالیز انځورونه، د حمام آسانتیاوې او د تخت په څېر یوه جوړښت موندل شوی دی.

لرغون‌پوهانو د ستوري پر بڼه یو حوض هم موندلی، چې د بالاحصار د لوړې برخې د ډبرین بستر په منځ کې جوړ شوی دی. که څه هم دغه حوض د مغولي ماڼۍ له جوړښت سره تړاو لري؛ خو د جوړېدا کره نېټه او اصلي کارونه یې نه‌دي معلوم.

د دغو آثارو ترڅنګ، د بودایي عبادت‌خونو اړوند د ودانیو پاتې شوني او د بودایي پژو(مجسمو) ټوټې هم موندل شوې دي.

دغه شواهد ښيي، چې بالاحصار له اسلامي پېر مخکې هم مذهبي اهمیت درلود.

لرغونې سکې، اسلامي لعاب‌لرونکي لوښي، د تېلو څراغونه او د ورځني ژوند نور وسایل هم د دغو کېندنو پر مهال ترلاسه شوي دي.

د اړوند څرګندونو له مخې، لرغون‌پوهان د بالاحصار په پنځه بېلابېلو برخو کې پر کېندنو بوخت دي او د یوې کېندنې ژوروالی د ځمکې له اوسنۍ سطحې څخه شاوخوا ۱۱ مټرو ته رسېدلی دی.

بالاحصار د کابل ښار په جنوبي برخه کې پر ډبرینې او خاورینې غونډۍ پروت دی او د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې شاهي استوګنځی، اداري مرکز، پوځي قرارګاه او دفاعي سنګر و.

دې کلا د مغولي سترواکۍ پر مهال هم ځانګړی اهمیت درلود. د مغولي سترواکۍ بنسټګر ظهیرالدین محمد بابر په ۱۵۰۴ز.کال کې کابل ونیو او دغه ښار د هغه د سترواکۍ پر یوه مهم سیاسي او فرهنګي مرکز بدل شو؛ خو تاریخي جګړو او نښتو او په ۱۸۷۹ز.کال کې د افغان ـ انګلیس دوه‌یمې جګړې، د دغه تاریخي ځای لویه برخه ویجاړه کړه. پوځي کارونې او ورپسې نښتو هم بالاحصار ته نور زیانونه اړولي دي.

د بالاحصار د ساتنې او څېړنې اوسنی پروګرام د آغاخان د کلتور له بنسټ سره په همکارۍ پر مخ وړل کېږي او په دې برخه کې پراخ کارونه له ۲۰۱۸ میلادي کال راپدېخوا روان دي. په دغو څېړنو کې د دودیزو کېندنو ترڅنګ د ځمکې د نفوذي رادار او درې‌بعدي لیزري سکین له ټکنالوژۍ هم کار اخیستل کېږي.

لرغون‌پوهان وایي، د بالاحصار ډېرې برخې اوس هم  څېړل شوې نه‌دي او په دې ځای کې د لومړني استوګنځای کره تاریخ، د بودایي جوړښتونو د جوړېدا وخت او د ستوري په بڼه د حوض اصلي کارونه روښانه شوي نه‌دي.

دې موندنې یو ځل بیا وښوده، چې افغانستان د منځنۍ آسیا، ایراني نړۍ او د هند د نیمې وچې د تمدنونو د نښلېدا یوه اړینه سیمه وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کورنیو چارو وزیر د هېواد څلور ولایتونو ته په سفرو کې پر بیارغونه او پرمختګ ټینګار وکړ

د خلیفه حقاني د سفر پر مهال د غزني په شلګر ولسوالۍ کې د نورالمدارس مدرسې د زده‌کوونکو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ، چې له بېلابېلو څانګو څخه یې څه باندې ۴۰۰ زده‌کوونکو د فراغت اسناد ترلاسه کړل.

Published

on

 

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني غزني، پکتیکا، پکتیا او میدان وردګو ولایتونو ته د سفر پر مهال له سیمه‌ییزو مسوولانو، مجاهدینو، علماوو، قومي مخورو او ولسي وګړو سره لیدلي او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلې دي.

د خلیفه حقاني د سفر پر مهال د غزني په شلګر ولسوالۍ کې د نورالمدارس مدرسې د زده‌کوونکو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ، چې له بېلابېلو څانګو څخه یې څه باندې ۴۰۰ زده‌کوونکو د فراغت اسناد ترلاسه کړل.

نوموړي د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې له قومي مخورو او سپین‌ږیرو سره هم لیدلي او د سیمې د اوسېدونکو د قربانیو او زغم ستاینه یې کړې ده.

هغه همداراز د بهبود کلا له لومړني ښوونځي او د جنډې سیمې د شهید مسلم له دارالایتام څخه لیدنه کړې او د زده‌کړو او روزنې بهیر یې ارزولی دی.

د سفر پر مهال یې د غزني په مقر ولسوالۍ کې د یوه مجاهد له کورنۍ سره هم لیدلي او د هغوی د وفات شوي غړي لپاره یې فاتحه لوستې ده.

د کورنیو چارو وزیر په پکتیکا کې له مجاهدینو، قومي مخورو او ولسي وګړو سره په لیدنه کې د هېواد پر بیارغونې او پرمختګ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د جګړو او وینې تویېدو دوره پای ته رسېدلې او اوس د هېواد د آبادۍ وخت دی.

هغه د پکتیکا له ملکي او نظامي مسوولانو سره په لیدنه کې د دې ولایت پر اداري، امنیتي او خدماتي وضعیت او شته ستونزو خبرې کړي او د مسوولیتونو د سمې ادا کولو او د نظام د پیاوړتیا په اړه یې ورته سپارښتنې کړې دي.

حقاني په پکتیکا کې له معلولانو سره هم لیدلي، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.

نوموړي د سفر په بله برخه کې پکتیا ولایت ته تللی او د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په یوه سیمه کې یې د یوې کورنۍ د وفات شوي غړي لپاره فاتحه لوستې ده. هغه په همدې سیمه کې له قومي مخورو سره هم لیدلي دي.

د دغه سفر وروستی تمځای میدان وردګ ولایت و، چې د کورنیو چارو وزیر د دغه ولایت تنګي درې ته تللی او هلته یې هم فاتحه‌خواني کړې ده.

خلیفه سراج‌الدین حقاني د څلور ولایتونو د سفر له بشپړولو وروسته بېرته کابل ته راستون شوی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!