تازه خبرونه

ولسمشر غني او ترمپ په لومړي ځل ولیدل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر دونلد ترمپ په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو او امریکا د ګډې ناستې په څنډه کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي.

سپینه ماڼۍ منلې، چې ترمپ له افغان ولسمشر سره د غونډې په څنډه کې لنډ لیده کاته کړي دي.

 د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ څرګنده کړې؛ هر کله، چې یو ترهګر یو بې ګناه سړی وژنې او د خدای نوم اخلي، نو هر دیندار سړي ته سپکاوی کوي. دوی د خدای عبادت نه کوي، بلکې د مرګ عبادت کوي.

ترمپ له ترهګرۍ سره د غني مبارزه- رهبري او په حکومتي برخو کې له اصلاحاتو هرکلی کړی او افغان ځواکونه یې وستایل.

ترمپ د ریاض غونډې ته ویلي؛ ترهګر د خدای لارويان نه دي، بلکې د مرګ لارویان دي، چې د دوی د اعمالو زیاتره قربانیان هم مسلمانان دي.

دونالد ترمپ همداراز د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه زړور بللي، چې د خپل هېواد د امنیت ساتلو لپاره یې ټینګه مبارزه روانه ساتلې ده.

افغانستان، چې د سخت دریځۍ اور په کې بل دی؛ خو ولسمشر غني د اسلامي هېوادونو په کنفرانس کې وینا نه ده  کړې.

دواړو ولسمشرانو پر امنیت او د ترهګرۍ په وړاندې د  جګړې په تړاو خبرې کړې دي.

اوسمهال په افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکایي او ۵۰۰۰ د ناتو پوځیان حضور لري، چې د کورنیو ځواکونو  روزنه، مشوره او ملاتړ کوي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شا حسین مرتضوي وايي، چې د غونډې ویناوال مخکې له مخکې د ریاض له خوا ځانګړي شوي وه.

د نوموړي په وینا؛ ولسمشر غني له ترمپ او د امریکا د ملي امنیت له سلاکار سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو پر همکاریو غږیدلی دی.

دواړه مشران په داسې حال کې سره ګوري، چې امریکایي چارواکي افغانستان ته د نورو امریکایي سرتېرو د استولو پر ارزولو لګیا دي.

Trending

Exit mobile version