تازه خبرونه

ولسمشر غني په هېواد کې مشروط درې میاشتنی اوربند اعلام کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشرغني د یکشنبې پر ورځ( د زمري ۲۸) په دارالامان ماڼۍ کې د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹ یمې کلیزې په نمانځغونډه کې سر له سبا، چې د عرفې ورځ ده تر  میلاد الني پورې په دې شرط، چې طالبان هم په همدې موده کې اوربند ومني او یا تر هغه وخته، چې دوی ورته ژمن پاتې کیږي؛ اوربند اعلام کړ.  

ولسمشر د طالبانو پر رهبرۍ غږ وکړ، چې د واقعي او دوامدارې سولې لپاره د ملت ارادې ته لبیک ووايي او د ملي او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د سولې مذاکراتو ته چمتووالی ښکاره کړي.

 ولسمشرغني په دارالامان ماڼۍ کې د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹ یمې کلیزې نمانځغونډې ته وویل: د افغانستان د دیني علماوو، بېلا بېلو بنسټونو، سیاسي ګونونو، ملي او سیاسي شخصیتونو، ښځو، ځوانانو، مدني بنسټونو او په ۳۴ ولایتونو کې د سولې عالی شورا له پرېکړو د احترام په خاطر مو په لوی اختر کې د اوربند پرېکړه کړې ده.

هغه زیاته کړې، چې مونږ د سولې په وړاندې ټول خنډونه له منځه وړي.

هغه ویلي، چې ملي وحدت حکومت په دې برخه کې د ملت ارادې ته درناوی لري او وروستي بېساري اقدامات يې هم د نړۍ دعالمانو او ولسونو غوښتنو ته په احترام تر سره کړي دي.

دغه راز ولسمشر څرګنده کړه، چې دغه پرېکړه د لوی اختر په ورځو کې؛ ځکه وشوه، چې خلک مو اختر آرام او سوله ییز تر سره کړي.  

په تېر کوچني اختر کې هم ولسمشر غني د اوربند وړاندیز کړی و او طالبانو هم د کوچني اختر په ورځو او شپو کې د اوربند اعلان وکړ، چې دا کار په ملي او نړیواله سطحه له درانه هرکلي سره مخ شو.

زموږ د ټولنې بېلابېلو اقشارو هر وخت د هر هغه اقدام، چې د وینې بهېدو مخنیوی کوي، هرکلی کړی دی.

اوس وګورو، چې طالبان د ولسمشر غني دې وړاندیز ته څه غبرګون ښیي؛ آیا بیا خپل د اختر د ورځو اوربند ښاره کوي او که څنګه؟!

Trending

Exit mobile version