تازه خبرونه
ولسمشر غني په هلمند کې د قهرمان او صالح محمد اڅکزي له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه
ولسمشر د ارواښاد عبدالجبار قهرمان او ارواښاد صالح محمد اڅکزي له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو تر څنګ له پوځي، امنیتي او سیاسي مسوولینو او دغه راز له قومي مشرانو، ښځو او ځوانانو سره هم په بېلابېلو غونډو کې لیده کاته تر سره کړل.
ولسمشر غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د سفر په لړ کې نن سهار د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته ورسید؛ خو له رسیدو سم یې په سل مترۍ کې توغندي ولګیدل.
ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې هلمند ولایت ته د خپل سفر په لړ کې له امنیتي او دفاعي مسوولینو سره وکتل.
د خبرپاڼې له مخې؛ ولسمشر اشرف غني په هلمند ولایت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ له همغږۍ څخه د مننې ترڅنګ د ولسي جرګې په ټاکنو کې د دوی د غوره مدیریت ستاینه هم وکړه.
هغه د هلمند په قول اردو کې پر رامنځته شویو بدلونونو خوښي څرګنده کړې او په قول اردوګانو کې یې د منسوبینو پر ښوونیزو، روزنیزو او د وړتیاوو پر لوړولو ټینګار څرګند کړ.
ولسمشر غني په لښکرګاه ښار کې د هلمند ولایت له مشرانو سره وکتل.
ولسمشر په ټاکنو کې د فعال ګډون په خاطر د هلمند ولایت د مشرانو او خلکو له همکاریو قدردانی وکړ او زیاته کړې یې ده، چې په ټاکنو کې لاسوهنه د منلو نه ده او هرڅوک، چې د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه کوي، د قانون او ولسمشر پر وړاندې دریدلي دي.
ولسمشر اشرف غني له ځوانانو سره په لیدنه کې وویل، زه به د ځوانانو د پیاوړتیا او د افغانستان په ادارو کې د ځوانانو د کار کولو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلم.
هغه دغه راز ویلي، چې ځوان نسل په امنیت، معارف، روغتیا او زراعت کې اصلاحات غواړي او زمونږ تګلاره له اختطاف څخه د دولت ژغورل دي.
د هېواد ولسمشر د غه راز د ولایتي شورا د غړیو د غوښتنو په ځواب کې څرګنده کړه؛ د کجکي بند د پراختیا کار به ډېر ژر پیل شي؛ ځکه ترکي شرکت د ۱۷۵ میلیون دالرو پر ارزښت چمتو دی، چې پانګونه پرې وکړي.
ولسمشردا هم په ډاګه کړې، چې کجکي بند به د یو میلیارد متر مکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا ولري.
هغه ویلي، چې، د زمینداور کانال مطالعه هم په وروستیو پړاونو کې ده او د دغه کانال د فعالولو لپاره جدي اراده شته.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي؛ ولسمشر د خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د باور جوړولو تجربه، چې د دغه ولایت په امنیت کې د مثبت بدلون لامل شوې وستایله او دا ټینګار هم شوی، چې له دغې تجربې څخه دې په ټولو ولایتونو کې ګټه واخیستل شي.
طالبانو د توغول شویو توغندیو مسوولیت پر غاړه اخیستی؛ خو د امنیتي چارواکو لخوا په دې اړه کره معلومات ندي ورکړ شوي.
د یادونې ده، چې دوه اوونۍ مخکې په دې ولایت کې صالح محمد اڅکزی او بیا عبدالجبار قهرمان د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ21 hours ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ