تازه خبرونه
ولسي جرګه: ولسمشر باید باوري کسان د کاندید وزیرانو په توګه ولسي جرګې ته ور وپېژني
ولسي جرګې له ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي څخه غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره د کابينې وزیران د باور رايې لپاره ور معرفي کړي. ولسي جرګه وايي، د سرپرستو وزیرانو لخوا د وزارتونو اداره کول هېواد له ستونزو سره مخامخ کوي.
د نوي حکومت له رامنځته کېدو شا او خوا دوې اوونۍ تېرېږي خو د دغه حکومت کابینه لا تر اوسه نده جوړه شوې.
ولسي جرګه پر ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي غږ کوي، چې په بېړه د کابينې وزیران د باور رايې لپاره دغې جرګې ته ور معرفي کړي.
د ولسي جرګې منشي سید اکرم وايي، د سرپرستو وزیرانو لخوا د وزارتونو اداره کول ستونزې نورې هم زیاتوي او حکومتي چاري ټګنی کېږي. هغه زیاتوي، چې ولسمشر باید باوري کسان د کاندید وزیرانو په توګه ولسي جرګې ته ور وپېژني.
داسې برېښي، چې ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي له خپلو سلاکارانو په دې کار کوي، چې هغه وزارتونه، ریاستونو او خپلواکي ادارې منحلې کړي، چې ادارې تشکیلات يې پړسولي، خو د چارو په سمون او پرمختګ کې ګټور نه دي تمام شوي.
ولسمشر اشرف غني احمدزي ویلي، چې؛ د لوړې تر مراسمو وروسته د پنځه څلوېښتو ورځو په جریان کې به نوې کابینه اعلان کړي او د هغوی په ګمارنه کې به د پوهې، تخصص او ژمنتیا معیارونه په پام کې ونیسي.
نوموړي دغه راز وویل، چې له اداري فساد سره په جدیت مبارزه کوي او موازي بنسټونه به له منځه یوسي.
تازه خبرونه
روسیې په افغانستان کې له سیلاب ځپلیو سره مرستې ته چمتووالی څرګند کړ
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې څرګنده کړې، چې هېواد یې د افغانستان په شمال کې له سیلاب ځپلیو سره مرستې ته چمتو دی.
د ماریا زاخارووا په خبرپاڼه کې راغلي؛ روسیه چمتو ده، چې د افغانستان د چارسمبالي حکومت د غوښتنې په صورت کې به له افغانستان سره مرستې وکړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ (د غویی څلیریشتمه) په بغلان او د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د سختو بارانونو له کبله د ویجاړوونکي او مرګوني سیلابونو د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
ماریا زاخارووا ویلي: د دې طبیعي ناورین په مناسبت د افغانستان خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم. مونږ د قربانیانو له خپلوانو او دوستانو سره خپله خواخوږي څرګندوو.
له دې مخکې ایران، ترکیې، قطر او یو شمېر مرستندویه بنسټونو د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرستې ته چمتووالی ښودلی دی.
د راپورونو له مخې، سیلابونو او سختو بارانونو د افغانستان په شمال کې یو شمېر کلي ویجاړ کړي او تر اوسه یې له ۳۱۵ ډېر کسان وژلي دي.
ویل کیږي، چې د ماشومانو د ژغورنې بنسټ اعلان کړی، چې په بغلان کې وروستیو سیلابونو د ۸۰ زره کسانو ژوند اغېزمن کړی او ۱۲ زره کورونه یې ویجاړ کړي دي.
تازه خبرونه
په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه
په ننګرهار ولایت کې د یوه کانال د جوړولو کار، چې د جاپان د یوه مرستندویه کارکوونکي تیتسو ناکامورا له خوا پیل شوې وه ترسره او بشپړه شوه.
جاپانی الاصله افغان ډاکټر تیتسو ناکامورا، چې په افغان ټولنه کې کاکا مراد یاد شوی؛ هغه څېره ده، چې د افغانستان په ختیځ کې یې د اوبو د مدیریت او ځمکو خړبولو لپاره ډاډمنې هڅې کړي او نوم یې پر زرین خط لیکل شوی دی.
ډاکټر تیتسو ناکامورا په ننګرهار ولایت کې د شاړو ځمکو د خړوبولو، د څښاک د پاکو اوبو رسولو او د اوبو دزیرمه کولوو او کانالونو د جوړیدو په برخه کې کارونه کړي دي.
د جاپان د سولې طبي خدمتونو يا PMS اداري مسوولینو ويلي؛ د ناکامورا له مرګ وروسته ټولې نیمګړې پروژې بشپړې شوې؛ خو فعالیتونه يې اوس هم روان دي، چې تازه يې د دغه ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د بالاکوټ کانال ګټي اخستنې ته سپارلی دی.
نوموړي په ننګرهار کې هغه مهال درې روغتيايي کلينکونه جوړ کړل، چې اوسمهال يې شمېر ۱۰ کلينکونو ته رسېږي.
یاد ډاکټر تر مرګه پورې له ۱۶۰۰ زياتې د پاکو اوبو ژورې څاه ګانې کيندلي او د خلکو د بېوزليو، د ناروغیو د مخنيوي او اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو لپاره د چاپېريال د زرغونولو هڅې پیل کړې.
نوموړي په ۲۰۰۳ ز. کال کې د کونړ له سينده د ننګرهار کوز کونړ يا ښېوې ولسوالۍ ته د يوه ۲۵ کيلومټره کانال (چې وروسته مرواريد ونومول شو) کار پیل کړ، چې سلګونه زره جريبه ځمکه يې خړوبه او زرغونه کړه.
دغه راز وروسته بیا په دې ولسوالۍ کې د ناکامورا پر نوم يو تفریحې پارک او تحقیقاتي فارم جوړ شو، چې پر درې سوه اووه شپېته جریبه ځمکه يې مالټې، لیمو، خرما او نور زینتي نیالګي کېنول.
ناکامورا له لغمان څخه د رالګېدونکیو موسمې بادونو د مخنیوي لپاره څلورنیم کیلومټره شين کمربند جوړ کړ اووه سوه پنځوس زره نیالګي یې په کې کینول او سلګونه بې روزګاره وګړو ته یې د کار زمینه برابره کړه.
له ډاکټر تیتسو ناکامورا سره په دغه کارونو کې بوخت د وخت کارګر يې فعالیتونه ستايي او وایي، چې خپله يې له کارګرو سره وخت ناوخت کار ته اوږه ورکوله او هغوی ته يې د هېواد د ابادولو سپارښتنې کولي.
ناکامورا نه يوازي په کوز کونړ ولسوالۍ کې بلکي په کامه ولسوالۍ کې هم د شاړو ځمکو د آبادولو لپاره د کونړ له څپاند سیند څخه اوبه رابېلې کړې دي.
د کامې ولسوالۍ اوسیدونکي هم د ډاکټر ناکامورا کړنې ستايي او د PMS مرستندویه ادارې له مسولینو غواړي، چې د ناکامورا لار تقیب او د دغه ولایت پاتې شاړې دښتې، غرونه او رغونه هم زرغون کړي.
د ناکامورا کانال پېنځه کیلومټره اوږدوالی، دوه اتیا زره مټره مکعب اوبه زیرمه کوي.
ډاکټر ناکامورا ته د جمهوري نظام د ولسمشر له لورې تابعیت هم ورکړ شوی و.
ډاکټر تیتسو ناکامورا پر ۲۰۱۹ میلادي کال د جلالآباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د ناڅرګنده وسلهوالو له لورې هغه مهال پر ډزو ووژل شو، چې په خپل موټر کې له دفتره د کار سیمې ته روان و.
تراوسه د هغه د وژل کیدو علت او د قاتلینو هویت ندی څرګند شوی.
د یادونې ده، چې دغه چاپانۍ مرستندویه اداره اوس هم د اوبولو لګولو تر څنګ په روغتیایي، کرنیزو، مالدارۍ او يو شمېر نورو برخو کې هڅې ترسره کوي.
تازه خبرونه
په روزګان کې د ماین پاکۍ موسسې یو کارکوونکی د ماین چاودنې له کبله ووژل شو
د روزګان پولیسو ويلي، په دې ولایت کې د ماین پاکۍ موسسې یو کارکوونکی د ماین چاودنې له کبله وژل شوی دی.
د دې ولايت امنيه قومندانۍ وياند حضرت بلال روزګاني زیاته کړې، چې دا پېښه د سې شنبې پر ورځ سهار شاوخوا لس بجې د دې ولايت د مرکز ترينکوټ ښار د خرما په اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.
د روزګاني د څرګندونو له مخې، دا پېښه د ماین پاکۍ د عملیاتو پر مهال رامنځته شوې ده.
ویل کیږي، چې په دې پېښه کې يو بل کس ټپي شوى دى.
-
تازه خبرونه3 days ago
الله ګل مجاهد د قتل پر تور ونیول شو
-
تازه خبرونه3 days ago
په بغلان کې سېلابونو ۱۹۴۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
سوداگري3 days ago
افغانستان او پاکستان د بار وړونکیو موټرو پر نوي ټرانسپورټي میکانیزم هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
د اسلامي هېوادونو همکاریو ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days ago
څو ایراني شرکتونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې پرېکړه وکړه – قدیر قیافه
-
تازه خبرونه1 day ago
د یوناما استازې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
-
لوبی1 day ago
د کابل کرکټ غوره لیګ لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول
-
تازه خبرونه21 hours ago
په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه