تازه خبرونه
ولسي جرگې ته د نوماند وزیرانو اسناد نه دي سپارل شوي
د ولسي جرگې د نړیوالو اړیکو کمیسیون وایي، تر اوسه د ملي یووالي د حکومت د نوماند وزیرانو اسناد دې جرگې ته د څېړلو لپاره نه دي سپارل شوي.
د ولسي جرگې د نړیوالو اړیکو، پوهنې او لوړو زدکړو او مرکزي تفتیش کمیسیونونه هغه درې بنسټونه دي، چې د نوماند وزیرانو اسناد څیړي.
د ولسي جرگې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون غړې رحیمه جامي وایي:
تر اوسه کوم اسناد مونږ ته نه دي رارسیدلي، چې مونږ د نوماند وزیرانو د پاسپورت، ویزې یا دوه گوني تابعیت مسالې وڅېړو. د اسنادو له څېړلو وروسته به معلومه شي، چې کوم نوماند وزیر دوه گونی تابعیت لري. که نوماند وزیر دوه گونی تابعیت ولري، د جرگې د پرېکړې له مخې ورته صندوق نه کیښودل کیږي.
د ولسي جرگې د دیني، فرهنگي، پوهنې او لوړو زدکړو کمیسیون غړی عبدالرحیم ایوبي وایي:
په لومړي سر کې مونږ وینو، چې آیا نوماند وزیرانو د خپلو اسنادو په اړه واقعیت ویلي دي یا دا، چې د خلکو د غولولو هڅه کوي. د تخصص او تحصیل مطابقت له هغه وزارت سره، چې ورته نوماند شوی او کاري تجربه په جدي توګه څیړل کیږي.
د مرکزي تفتیش کمیسیون هم د کاندید وزیرانو جرمي مخینه او په فساد د هغوي د ککړتیا موارد څیړي، یو شمېر استازي ټینګار کوي چې په دې مسالې هم باید په دقت سره کار وشي.
د ولسي جرګې غړی ذکریا ذکریاوایي:
اړینه ده چې د کاندید وزیرانو بګراوند وڅیړل شي چې کوم جرم یې نه دی کړی او تورن نه وي او همدا راز دې روښانه شي، چې دا کاندید وزیران په اداري فساد کې ښکېل نه دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د نجونو کافي خونه او کتابتون پرانستل شو
د نجونو یوې څلورکسیزې ډلې د چارشنبې پر ورځ د غبرګولي نهمه په کابل کې د نجونو او ښځو د مطالعې لپاره یوه کافي خونه او کتابتون جوړ کړی او له ښځو او نجونو غواړي، چې ګټه ترې پورته او خپله پوهنیزه کچه لوړه کړي.
د هغو ښځو لپاره، چې په دې مراسمو کې یې برخه اخیستې وه؛ دا یو ښه نوښت و، په ځانګړي توګه د هغو لپاره، چې د ښوونځي او پوهنتون زدهکړې یې ځنډېدلي دي.
له څه نا څه درې کلونو راپدیخوا په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو او ښځو د ښوونځيو او پوهنتونونو زدهکړې ځنډېدلي او له ورتګه بې برخې پاتې دي.
د نجونو دې څلورکسیزې ډلې؛ نجونو او میرمنو ته نه یوازې د زدهکړې لپاره کتابتون او قهوه خونه جوړ کړې، بلکې غواړي هغو میرمنو او نجونو ته، چې د علم او پوهې د ترلاسه کولو په لټه کې دي هم د لوست زمینه برابره کړي.
د کافي خونې مسووله زهرا وایي: هغه نجونې او میرمنې، چې دلته د لوست او مطالعې لپاره راځي؛ یو شمېر نورې نجونې ورته کافي له خواږو توکو سره برابروي، چې ذهنې ستړیا یې راکمه شي.
داسې انګیرل کیږي، چې د ښځو او نجونو د ښوونیزو محدودیتونو له کبله د داسې چاپېریال رامنځته کول یوه اړتیا ګڼل کیږي.
په ټولیزه توګه غوښتنه دا ده، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو او ښځو پر مخ پرانیستل شي.
تازه خبرونه
د اروپايي ټولنې او قطر استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسون او د قطر بهرنیو چارو وزارت سفیر او ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب د افغانستان پر روان وضعیت بحث او خبرې وکړې.
د هغې خبرپاڼې له مخې، چې تېره ورځ د غبرګولي نهمه ناوخته د قطر بهرنيو چارو وزارت په ایکس پاڼه کې خپره کړې؛ راغلي، چې دغه ليدنه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوې او دواړو چارواکو په کې د افغانستان پر روانو حالاتو او سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره د ګډو نړیوالو هڅو په اړه خبرې وکړې.
دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوې، چې قطر به په نږدې یوه میاشت کې د افغانستان په اړه د درېیمې غونډې کوربه وي.
په دې غونډه کې د افغانستان د چارسمبالي حکومت استازي هم بلل شوي دي.
د افغانستان د چارسمبالي حکومت استازو د دوحې په دوهیمه ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره د مخالفت له کبله ګډون ونکړ؛ خو په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د اندونو پر وړاندې کولو غور روان دی.
تازه خبرونه
د زدهکوونکیو د خوراکي خوندیتوب لپاره ۱۰ میلیون یورو مرسته کیږي – اروپايي ټولنه
د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) څرګنده کړې، چې اروپايي ټولنه به د افغان زدهکوونکیو د خوړو د خونديتوب پياوړتيا لپاره له دې پروګرام سره ۱۰ ميليون يورو ځانګړې کړي.
د خوړو نړيوال پروګرام د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي نهمه) په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دغه مرسته د فراه، غور، جوزجان، ننګرهار، نورستان، پکتيکا، روزګان او زابل ولايتونو له ۱۰ زره څخه زيات د ښوونځيو زدهکوونکي تر پوښښ لاندې راولي.
دغې ادارې زیاته کړې، چې د اروپايي ټولنې د اضافي مالي مرستو په لړ کې به د لس زره ښوونځیو پر زدهکوونکیو غني خوراکي بسکیټ یا ځواکمن تولید شوي غذايي خوراکونه ووېشل شي.
د یادې خبرپاڼې له مخې؛ د څلورم او شپږم ټولګیو نجونو زدهکوونکیو ته به هم د نباتي غوړیو او نغدو پیسو مرسته ورکړ شي.
په افغانستان کې د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام مشرې هسیائو ویلی وايي؛ دې بنسټ څه باندې دوه لسیزې وړاندې د ښوونځیو د تغذیې پروګرام پیل کړ، چې د خوړو خوندیتوب او ښه تغذیه له پوهنې سره ونښلول شي.
د نوموړې د څرګندونو پر بنسټ، د خوړو نړيوال پروګرام تېر کال په ښوونځيو کې له یو اعشاریه پېنځه ميليون ماشومانو سره مرسته کړې او اروپايي ټولنه د دې مرستې مهم ونډوال شمېرل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې اروپايي ټولنې له دې مخکې هم د افغانستان د ښوونځیو د ښوونیز چاپېریال په ښه کولو کې مرسته کړې ده.
-
تازه خبرونه4 days ago
آریانا نړیوال ټلویزیون “د ویډیو په ثبتولو کې د مرستې غوښتنې” یو نوی پروګرام پیل کړ
-
لوبی5 days ago
د ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام سیالیو ټولې لوبډلې په ډاګه شوې
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
نواز شریف یو ځل بیا د پاکستان د واکمن مسلم لیګ ګوند مشري پر غاړه واخیسته
-
نړۍ3 days ago
په رفح کې پر اسرائيلي بريدونو لسګونه فلسطينيانو ووژل شول
-
لوبی5 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام په C ګروپ کې راغی
-
تازه خبرونه3 days ago
له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل وارزول شو
-
نړۍ2 days ago
اسرائیلي ځواکونو د غزې او مصر د پولې کنټرول هم تر لاسه کړ
-
تازه خبرونه5 days ago
افغانستان دې د تحریک طالبان پاکستان مشران راوسپاري – محسن نقوي