سیمه ییز خبرونه

ولسي جرگې د افغان بسيم مخابراتي شبكه وستايله

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسي جرگې د مواصلاتو او مخابراتو كميسيون وايي:

دغه شركت د افغانستان خلكو ته د خدمتونو په رسولو كې غوره گامونه اخيستې دي.

له بلې خوا د افغان بسيم مخابراتي شركت رييس د ولسي جرگې دا كارستايي او وايي:

كوښښ مو كړى، چې په ټول افغانستان كې غوره مخابراتي خدمتونه وړاندې كړو او له دې لارې افغانان سره نږدې شي.

د ولسي جرگې د مواصلاتو او مخابراتو كميسيون د هغه څه له كبله، چې دوى يې د افغان بسيم مخابراتي شركت  غوره او باكيفيته خدمتونه بولي د يكشنبه په ورځ(د ليندۍ۱۲) دې شبكې ته ستاينليك وركړ.

د ولسي جرگې د مواصلاتو او مخابراتو كميسيون رييس قيس حسن وايي:

دا لومړى ځل دى، چې يومخابراتي شركت ستايل كيږي.

د افغان بيسيم مخابراتي شركت رييس امين رامين ژمنه وكړه، چې:

د مخابراتي خدمتونو د وړاندې كولو په لاركې به كوښښ كيږي، چې غوره خدمتونه وړاندې او افغانان سره نږدې كړي.

رامين زياتوي:

افغان بيسيم شركت هڅه كوي، چې د هېواد له قوانينو سره سم خدمتونه او سيمكارتونه وړاندي كړي.

هغه ټينگاركوي، چې:

هيڅ سيم كارت له ثبت پرته نه وېشل كيږي.

د افغان بيسيم مخابراتي شركت په افغانستان كې د بيسيم مخابراتو لومړنۍ  شبكه ده، چې اوس يې د ډېرو گډونوالو په درلودو د افغانستان ټولو ولايتونو او په ځانگړي توگه ليرې پرتې سيمې تر خپل پوښښ لاندې راوستې دي.

د افغان بيسيم مخابراتي شركت كوښښ كوي، چې د هېواد نورې هغه سيمې هم ترخپل مخابراتي پوښښ لاندې راولي، چې تراوسه په كې دا خدمتونه نشته.

د يادونې وړ ده، چې دا شبكه د تيليفون ترڅنگ غوره انترنيتي خدمتونه هم وړاندې كوي.

Trending

Exit mobile version