تازه خبرونه
ولسي جرگې د هوایي چلند او ترانسپورت وزیر استجواب کړ
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2015/12/ww.png)
ولسي جرگې د هرات په هوایي ډگرکې د عربي اماراتو د الوتکې د ناستې پر لامل د هوانوردۍ او ترانسپورت وزیر استجواب کړ.
څو ورځې مخکې د هرات ولایت په هوایي ډگر کې د عربي اماراتو یوه باروړونکې الوتکه راکښته شوه، چې د ټولینزو شبکو او پارلماني غړیو ناستې پرې تودې شوې.
د هوایي چلند او ترانسپورت وزیر محمد الله بتاش د دغې الوتکې ناسته تائید کړې او وایي، مونږ له ځینو هېوادونو سره پرانستې هوایي هوکړې لرو. یعنې هغه ملکي الوتکې، چې د خپلو هېوادونو له لوري د راکښته کیدو اجازه ولري، زمونږ د هېواد هوایي ډگرونه کارولی شي.
ښاغلي بتاش وویل؛ د هرات په هوایي ډگر کي د عربي اماراتو د لوتکې د راکښته کیدو برښنالیک مو تر لاسه کړی و، چې د دغو ځانگړنولرونکې یوه الوتکه به د یاد ولایت پر هوایي ډگرناسته کوي.
د نوموړي په وینا؛ د دغې ناستې په بدل کې مالیه هم تر لاسه شوې ده.
د ښاغلي بتاش د څرگندونو له مخي؛ یادې الوتکې بهرنیو نړیوالو ملگرو ته لس لندکروزر۲۰۱۶ مادل راکښته کړي او دغه راز همدې الوتکې د کندهار ولایت په هوایي ډگرکې یوه تخنیکي ناسته هم کړې ده.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2020/09/ATNNewsNewLogo2020.png)
تازه خبرونه
ټوماس ویسټ د افغانستان په اړه له ازبک چارواکو سره خبرې وکړې
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/06/Thomas-West.jpg)
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ د افغانستان په اړه له ازبکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.
ویسټ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د یکشنبې پر ورځ (د غبرګولي شلمه) یې د ازبکستان د ملي امنیت شورا له مرستیال عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان په اړه د دغه هېواد له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې یې په افغانستان کې پر ګڼو ګډو ګټو او د پرمختګ پر لارو چارو خبرې وکړې.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا لیدنه په واشنګټن کې د نوموړي پر کوربتوب تر سره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د چنګاښ پر لسمه / د جون پر دېرشمه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر کوربتوب په دوحه کې دوه ورځنۍ درېیمه ناسته د هېوادونو د ځانګړيو استازو پر ګډون جوړه شي.
تازه خبرونه
حکومتي ادارو ته د تحصیلي بنسټونو د فارغانو د جلبولو سپارښتنه شوې – ندیم
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/06/KAZAN.png)
د لوړو زدهکړو وزارت ویلي، چې د دې وزارت چارسمبالي د روسیې د لوړو زدهکړو او پوهنې وزیرانو د نړیوال کنفرانس په څنډه کې د تاتارستان د کازان ښار له میشتو افغان زدهکړیالانو سره وکتل.
د لوړو زدهکړو وزارت چارسمبالي ندا محمد ندیم د دغې لیدنې پر مهال افغان زدهکړیالانو ته ډاډ ورکړی؛ د اسلامي امارت رهبر ټولو امارتي ادارو ته دنده سپارلې، چې د خپلو ادارو په خالي بستونو کې د هېواد د تحصیلي بنسټونو فارغان جذب کړي.
همدارنګه د لوړو زدهکړو چارسمبالي له زدهکړیالانو وغوښتل، چې په پوره لېوالتيا خپلو زدهکړو ته پام راواړوي او د خپلو ديني او ملي ارزښتونو د ساتنې ترڅنګ د کوربه هېواد قوانينو، مقرراتو او فرهنګي ارزښتونو ته هم پاملرنه ولري او د خپل هېواد ښه استازیتوب وکړي.
په دې کتنه کې د لوړو زدهکړو وزارت چارسمبالي ندا محمد ندیم په داسې حال کې، چې د پوهنې وزارت چارسمبالي حبیب الله اغا هم شتون درلود؛ د افغان استادانو او زدهګړیالانو لپاره د لوړو زدهکړو وزارت له لوري رامنځته شویو اسانتیاوو ته په نغوته کې ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د تحصیلي نظام پیاوړتیا او پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه کړې او دغه وزارت ته یې کافي بودجه په واک کې ورکړې، چې د هېواد د لوړو زده کړو په تاریخ کې بې سارې ده.
د روسیې د تاتارستان په کازان کې میشتو زدهکړیالانو د لوړو زدهکړو وزارت د چارسمبالي له سفر څخه د خوښۍ څرګندولو تر څنګ هغه ته خپلې یو لړ غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې وړاندې کړې، چې د هغه له لوري د افغان سفارت او د لوړو زدهکړو وزارت د بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم ریاست مسوولینو ته لارښوونه وشوه، چې د دوی د ستونزو د حل لپاره ژر تر ژره چټک اقدامات ترسره کړي.
ویل کیږي، چې د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ د کابینې دې مشرانو د لوړو زدهکړو او پوهنې وزیرانو په دوهیم نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره د روسیې د تاتارستان هېواد کازان ښار ته سفر کړی، چې په یاد کنفرانس کې به وینا هم وکړي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره تعامل مو د ملي ګټو اړتیا ده – روسیه
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/06/Maria-Zakharova.jpg)
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره د مسکو د تعامل او اړیکو په غبرګون کې ویلي؛ له اسلامي امارت سره، چې پر افغانستان د واک لرونکی دی اړیکې لرل د روسیې د ملي ګټو اړتیا ده.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره د روسیې د تعامل په غبرګون کې ویلي، چې دغه تعامل( اړیکې یا تماس ) د روسیې له ملي ګټو سره تړاو لري. په داسې حال کې، چې ځینې په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې پرې عصبي غبرګونونه ښيي.
نوموړې له تاس خبري سرچینې سره په خبرو کې ويلي: هغه کسان، چې د دغو مسايلو په اړه ليکنې کوي؛ ظاهراً دې ته پام نکوي، چې اوسنۍ ننګونې لکه له نشهيي توکو، ترهګرۍ او پلان شويو جرمونو پر وړاندې مبارزه په رښتیا هم د اړیکو ساتلو ته اړتیا لري.
زخارووا په روسیه کې تر بندیز لاندې ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم ایستلو په اړه هم ویلي، چې په روسیه کې د ممنوعه سازمانونو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د نوم ایستلو احتمال د اړیکو د اړتیا له کبله تر غور لاندې دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم تېره اوونۍ ویلي وه؛ مسکو نیت لري، چې د اسلامي امارت نوم د منع شویو ترهګرو ډلو له نوملړ څخه وباسي.
لاوروف دا هم ویلي، دوی ( اسلامي امارت ) په افغانستان کې اصلی ځواک دی.
ضمیر کابلوف هم په دې اړه ویلي، چې د مسکو او کابل اړیکې مخ پر پراخیدو دي او اسلامي امارت د روسیې دښمن ندی.
-
لوبی2 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ پر وړاندې تاریخي بریا خپله کړه
-
تازه خبرونه5 days ago
سراج الدین حقاني او د متحده عربي اماراتو چارواکو په څو برخو کې هوکړې وکړې
-
تازه خبرونه1 day ago
اسلامي امارت ته مشوره مداخله نده؛ د تهران غونډه ورته ښه تریبون و، خوګډون یې په کې ونکړ
-
تحول5 days ago
تحول؛ د افغانستان لپاره د مسکو فارمټ ناستې جوړېدل
-
څار5 days ago
څار: متحده عربي اماراتو ته د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي سفر
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته د وړ نوماندانو نوملړ اعلان شو
-
تازه خبرونه4 days ago
د روسیې ولسمشر د کابل او مسکو پر نږدې اړیکو ټینګار څرګند کړ
-
لوبی11 hours ago
هند په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې پاکستان ته د لږ نمرو پر توپیر ماتې ورکړه