سیمه ییز خبرونه

ولسي جرگې د ۱۳۹۰ لمريز كال قطعيه د رايو په غوڅ اكثريت سره رد كړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسي جرگه به ژر د كابينې يوولس وزيران استيضاح كړي. كوم وزيران، چې استيضاح كېږي، په دې ندي توانېدلي، چې د خپلو پراختيايي بوديجو ۵۰ په سلو كې ولگوي. ولسي جرگې همدا راز د چهارشنبې په ورځ ( د ليندې ۲۲ ) د ۱۳۹۰لمريز كال قطعيه د رايو په غوڅ اكثريت سره رد كړه.

د دولت د كابينې ځينې وزيران بيا هم ونه توانېدل، چې د خپلو پراختيايي بوديجو په سلو كې پنځوس برخه ولگوي، همدا چاره د دې لامل شوه، چې ولسي جرگه يې د استيضاح پرېكړه وكړي.

ولسي جرگې د حكومت له خوا د ۱۳۹۰ كال وړاندې شوې قطعيه هم رد كړه او د نه منلو وړ يې وبلله، خو د وزارتونو له خوا د پراختيايي بوديجو لپاره ولسي جرگه معيار ټاكي.

د ولسي جرگې لومړى مرستيال ظاهر قدير وايي، كوم وزارتونه، چې ونه شي كړاى د خپلو پراختيايي بوديجو په سلو كې پنځوس ولگوي، د ولسي جرگې له خوا استيضاح كېږي.

خو د ولسي جرگې غړي محمد اقبال صافى او محمد نعيم لالى حميدزى په اوسنيو شرايطو كې د كابينې د يوولسو وزيرانو استيضاح كړكېچ جوړونكې مسئله بولي په داسې حال كې،  چې يو شمېر نور استيضاح مناسبه حل لار بولي.

د شمېرو له مخې، كوم وزارتونه، چې نه دي توانېدلي سږ كال د خپلو پراختيايي بوديجو په سلو كې پنځوس ولگوي، پوولسو ته رسېږي.

د اوبو او انرژۍ وزير محمد اسماعيل د خپلې پراختيايي بوديجې په سلو كې ۴۹لگولې ده.

د پوهنې وزير فاروق وردگ د خپلې پراختيايي بوديجې په سلو كې اته څلوېښت لگولى ده.

د ښاري پراختيا وزير حسن عبدالهي د خپلې پراختيايي بوديجې په سلو كې ۴۷لگولى ده.

د كورنيو چارو وزير غلام مجتبى پتنگ د خپلې پراختيايي بوديجې په سلو كې ۴۴ لگولې ده.

د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال د خپلې پراختيايي بوديجې څلوېښت په سلو كې لگولې ده.

د كانونو وزير وحيدالله شهراني د خپلې پراختيايي بوديجې په سلو كې ۲۶ لگولى ده.

د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل د خپلې پراختيايي بوديجې په سلو كې شل لگولى ده.

د سوداگرى وزير انوارالحق احدي د خپلې پراختيايي بوديجې په سلو كې اولس لگولى ده.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزير سيد مخدوم رهين د خپلې پراختيايي بوديجې په سلو كې دولس لگولې ده

او د كورنيو چارو وزير بسم الله محمدي د خپلې پراختيايي بوديجې په سلو كې نهه لگولې ده.

په همدې حال كې ولسي جرگې ندي وېلي، چې دا وزيران به كله استيضاح كړي.

دا لومړى ځل دى، چې ولسي جرگه په خپلې عمومي غونډې كې پرېكړه كوي، چې د كابينې يوولس وزيران د خپلو پراختيايي بوديجو د نه لگولو په دليل استيضاح كوي.

Trending

Exit mobile version