سیمه ییز خبرونه
ولسي جرگې پرېكړه وكړه، چې د محلي ارگانونو خپلواكه اداره وزارت ته لوړه شي
د ولسي جرگې غړو په عمومي غونډه كې د دې كار موخه په نوموړې اداره كې د پراخ اداري فساد موجودېت وباله.
فساد د افغان حكومت په وړاندې يوه جدي ستونزه ده. دې پديدې په افغانستان كې ډېرې ستونزې رامنځ ته كړې دي.
د ولسي جرگې غړو د چهارشنبې په ورځ ( د ليندى ۲۹ ) پرېكړه وكړه، چې د محلي ارگانونو په خپلواكه اداره كې د پراخ اداري فساد له امله دا اداره وزارت ته لوړه شي ترڅو ولسي جرگې ته ځواب ويونكې وي.
له بلې خوا دغې جرگې يوځل بيا ټينگار وكړ، چې د كابينې هغه وزيران، چې په سلو كې له پنځوس لږه پرمختيايي بودجه يې لگولې ده استيضاح شي.
دوى وايي، دا استيضاح بايد د ملي گټو پربنسټ وي نه د شخصي او قومي غرضونو له مخې.
د يادونې وړ ده، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ ( د ليندى ۲۲ ) د ولسي جرگې غړو پرېكړه وكړه، چې د كابينې ۱۱ وزيران لدې امله استيضاح كړي، چې د ۱۳۹۰ كال له پنځوس سلنه لږ پرمختيايي بودجه يې لگولې ده.