تازه خبرونه
ولس د استخباراتي کړیو د توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او متحد دی -نوراللهنوري
نورالله نوري وای؛ د افغانستان غیور ملت بیا نه دوکه کېږي؛ ځکه دا ولس اوس د دُښمن د هر راز توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او بیدار شوی دی. نوموړي ډاډ څرګند کړ؛ اسلامي امارت پهخپله ټوله خاوره واکمن دی او هیچاته د تېري کولو اجازه نهورکوي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري په بدخشان ولایت کې له اسلامي نظام څخه د دفاع او ملاتړ تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډې ته ویلي: اوس هم د نړۍ ځینې استخباراتي کړۍ پر بېلابېلو نومونو غواړي زمونږ د هېواد امنیت اخلال کړي.
نورالله نوري وای؛ د افغانستان غیور ملت بیا نه دوکه کېږي؛ ځکه دا ولس اوس د دُښمن د هر راز توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او بیدار شوی دی. نوموړي ډاډ څرګند کړ؛ اسلامي امارت پهخپله ټوله خاوره واکمن دی او هیچاته د تېري کولو اجازه نهورکوي.
دغه راز ځایي مشرانو او خلکو جوړې شوې غونډې ته څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت له راتګ سره د افغانستان په ګوټ ګوټ کې امن ټینګ شوی او د تبعیض لمن ټوله شوې ده.
دوی وایي: په هېواد کې د ملي یووالي او اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره اړینه ده، چې ټول هېوادوال د خپلو مشرانو اطاعت وکړي او هغه اشخاص ،چې هڅه کوي په هېواد کې دهشت او وحشت ته لمن ووهې مخه یې ونیول شي.
ویل کیږي، چې په ډې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وزیر د ياد وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال محمد علي جان احمد، د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال نورمحمد حقاني، د استخباراتو ریاست استازي اختر شاه هاشمي، د بدخشان ولایت والي محمد اسماعیل غزنوي، ځایی قومي مخورو، علماء کرامو، د ولسونو استازو او عامو خلکو ګډون کړی و.