سیمه ییز خبرونه
يو افغان ماين پاكوونكى د نړۍ د ماين پاكوونكيو د پلار په توگه ونومول شو
د ملگرو ملتونو د ماين پاكۍ سازمان يو افغان ماين پاكوونكى د نړۍ د ماين پاكوونكو پلار پېژندلى دى.
دغه افغان ماين پاكوونكي په افغانستان كې د ماين پاكۍ د يوې موسسې بنسټ ايښى او په دې برخه كې يې نږدې پنځوس مډالونه ترلاسه كړي.
ماين د انسان پټ او په سنگر كې ناست دښمن پېژندل كيږي.
افغانستان د څولسيزو جگړو او پر دغه هېواد د يرغلونو په ترڅ كې د ماينونو كرونده گرزيدلې ده.
د رپوټونو له مخې هره ورځ په افغانستان كې د ماين له كبله يو تن خپل ژوند له لاسه وركوي او يا هم معيوب كيږي.
كفايت الله ابلاغ، چې په افغانستان كې يې د ماين پاكولو لپاره زيار ايستلى د ملگرو ملتونو د سازمان لخوا د نړۍ د ماين پاكوونكيو د پلار نوم تر لاسه كړ.
نوموړى له پېنځه ويشت كلونو راهيسې په افغانستان كې په ماين پاكولو بوخت دى.
ويل كيږي، چې هغه تر نورو د مخه په افغانستان كې د ماين پاكۍ يوه خيريه موسسه جوړه كړه.
ابلاغ وايي، چې:
ماين پاكي ډېرو پيسو ته اړتيا لري؛ نو، ځكه له مرستندويه بنسټونو غوښتنه كوو، چې د ماين پاكۍ له موسسو سره همكاريو ته دوام وركړي.
د يادونې وړ ده، كه په افغانستان كې د ماين پاكۍ له موسسو مالي ملاتړ دوام ومومي؛ نو كيداى شي ، چې په راتلونكيو لس كلونو كې افغانستان د ماين له خطره بهر شي.