سیمه ییز خبرونه
يو ماشوم د ساعتونو انتظار وروسته د مور په غېږ كې ژوند له لاسه وركړ
د غزني په ولايتي روغتون كې د ډاكټرانو او روغتيايي اسانتياوو د نه شتون له امله يو ماشوم د ساعتونو انتظار وروسته د مور په غېږ كې ژوند له لاسه وركړ. د دغه روغتون چارواكي هم دا ستونزه مني او وايي، چې په دغه روغتون كې د امكاناتو د نه شتون له امله په تېره يوه مياشت كې شپږو ماشومانو ژوند له لاسه وركړى دى.
د ماشومې مور او پلار وایی، چې خپله لور يې د غزنې د اب بند ولسوالۍ څخه د غزني روغتون ته په دې هيله راوړې وه، چې درملنه يې وشي خو د ډاكټرانو د نه پاملرنې له امله يې لور د ساعتونو انتظار وروسته د مور په غېږ كې ساه وركړه.
خو د روغتون رئیس بازمحمد همت د تل په شان د امكاناتو له نه شتون څخه سرټكوي، د هغه په وېنا د روغتون د ماشومانو څانګه يې د پنځويشتو بسترونو په درلودو سره د دغه ولايت د يو ميليون نفوس ځواب نه شي وېلاى.
نوموړی وايي، چې اوس مهال په دغه روغتون كې د غزنې د ټولو ولسواليو د ناروغانو درملنه كېږي.
د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ د غزني د ملكي روغتون د ماشومانو څانګه د اورلګېدنې له امله زيانمنه شوه.
د چارواكو په وېنا شپږ كاله وړاندې په دغه ولايت كې د يو سلو پنځوس بستريز روغتون د بنسټ ډبره اېښودل شوې، خو د نا معلوم دليل له مخې يې تر اوسه د جوړولو چارې بندې دي.