سیمه ییز خبرونه

يو نوي سلنه وگړي په هېواد كې د امنيت د ټينگښت څخه راضي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

پر وسله والو طالبانو د افغان او ناټو ځواكونو وروستي بريدونه ډېر گټور تمام شوي او دغه ډله يې تر يو حده ناتوانه كړې ده.

په داسې حال كې، چې د بشري حقونو د خپلواك كميسيون رپوټ په تېرو څلورو مياشتو كې د ملكي وگړو د مرگ ژوبلې د زېاتېدو خبر وركوي، خو د آېساف وياند وايي، چې وسله وال طالبانو په تېرو څو مياشتو كې كمزوري شوي دي.

د آېساف وياند زياتوي، چې په تېرو څو مياشتو كې پر وسله وال طالبانو د افغان او ناڼو ځواكونو بريدونه زيات شوي او دا كار د دې لامل شوى، چې د وسله والو طالبانو د ځواك كچه ټيټه شي.

گنتركتز همدارنگه وويل، آيساف په هرو درو مياشتو كې په افغانستان كې د امنيت د څرنگوالي په موخه يوه سروې تر سره كوي. زمونږ وروستۍ څېړنې ښكاره كوي، چې د افغانستان يو نوي سلنه وگړي په هېواد كې د امنيت د ټينگښت څخه راضي دي او نهه سلنه نور، چې په نا امنو سيمو كې ژوند كوي د امنيت د ټينگېدو غوښتونكي دي.

د آېساف وياند همدارنگه په ډاگه كړه، چې په راتلونكو دوه كلونو كې به ناټو هڅه وكړي تر څو د افغان امنيتي ځواكونو د تجهيز او روزنې په برخه كې ډېره همكاري وكړي او د وسله والو طالبانو او د هغو د مشرانو د له منځه وړلو په موخه به گډ پروگرامونه پېل كړي.

Trending

Exit mobile version