سیمه ییز خبرونه
په كندز او تخار كې هم د ټاكنو په اړه شكايتونه ثبت شوي
د ټاكنو په اړه په كندوز كې تراوسه ۱۵ شكايتونه ثبت شوي دي. دغه راز په تخار كې په دې اړه ۱۲ شكايتونه تر اوسه رسماً ثبت شوي دي.
په تخار كې د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون كمشنر عبدالرحيم برنا صالحي وايي:
د ټاكنو له ورځې نيولې ان تراوسه پورې د شكايتونو د ترلاسه كولو په انتظار و، چې ډېر يې د ولايتي شورا او زورواكانو د لاسوهنې په اړه دي.
هغه وايي، دولس شكايتونه په رسمي توگه له دوى سره ثبت شوي دي .
د تخار اوسيدونكي هم په دې خوښ دي، چې ټاكنې په ډاډمنه فضا كې ترسره شوې؛ خو د رايو په مركزونو كې د رايو په خلاصيدو خواشيني يو.
له تخار څخه رپوټونه وايي، چې د راى وركولو په بهير كې د زورواكانو مداخله يوه لويه ستونزه وه .
د دغو رپوټونو له مخې د ولايتي شورا غړې لطيفه سعيدي څو ښځې ډبولې، چې دې ته رايه وركړي او خبريالانو ته يې هم سپكې سپورې ويلې دي.
همدا راز يو قومي مشر د پوليسو د يوه قوماندان لخوا له دې كبله ډبول شوى، چې د ده د خوښې وړ نوماند ته رايه وركړي.