Connect with us

تازه خبرونه

ټاکنو کمیسیون د بایو متریک تکنالوژۍ کاري مخکتنه وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کله، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ګوندونو لخوا په ټاکنو کې د بایومتریک سیستم کارولو غوښتنه ومنله؛ نو د دغه سیستم د برابرولو هڅې ورسره ګړندۍ شوې او تېر ماښام د لومړي ځل لپاره ۴۴۰۰ دستګاوې کمیسیون ته ولیږدول شوې.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د سیاسي ګوندونو د استازیو په ګډون د رارسیدلیو دستګاوو کاري مخکتنه ترسره کړه او په ډاګه شوه،  چې له ټولو دوه ویشت زره دستګاوو څلور زره څلور سوه یې کابل ته را رسیدلي او پاتې نورې به یې د تلې تر لسمې کابل ته راورسیږي.

د  سرشمېرنې مرکزي ادارې لوی رییس احمد جاوید رسولي وایي، د ولسمشر د فرمان له مخې؛ په دغه سیستم کې د رای ورکوونکیو اړوند ټاکنیز ټول معلومات د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ځانګړي واک کې دي؛ زمونږ د ادارې په ګډون هیڅ ارګان به ورته لاسرسی ونلري. د سرشمېرنې اداره یوازې د دې تکنالوژۍ د برابرولو مسوولیت لرو.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی سید حفیظ هاشمي وایي، چې د بایو متریک سیستم زدکړه آسانه ده او ډېر ژر به ټاکنیزو کارکوونکيو ته ترې د ټاکنې پر ورځ د ګټې پورته کولو لارښوونه تر سره شي. د دغه کمیسیون غړي د ټاکنو پر ورځ د څارونکیو ډلو تر څار لاندې کار پیلوي او په دې دستګاوو کې د رای ورکوونکیو ترڅنګ د ګوتو د نښو او د پېژندپاڼو د دواړو مخونو انځورونه اخیستل کیږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال معاذ الله دولتي وایي، چې دغه سیستم به د ځانګړې ډلې لخوا په لنډو ورځو کې اړوند سیمو ته ولیږدول شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ هڅه کیږي، چې د رڼو ټاکنو بهیر نندارې ته وړاندې کړو.             

بلل شويو ګوندونو هم په ښکاره قناعت کړی دی.

د حزب جمعیت اسلامي غړی نور رحمان اخلاقي وایي؛  مونږ ته یوازې یوه پوښتنه بې ځوابه پاتې ده او هغه دا، چې په دې سیستم کې ثبت شوي کسان به چېرته معلومیږي؟!                 

د حزب وحدت مردم افغانستان ګوند مرستیال محمد ناطقي هم وایي؛ کمیسیون دې ضمانت وکړي، چې دا سیستم د ډلو او نورو ارګانونو په واک کې نه ورکول کیږي او دغه را دې څرګنده کړي، چې وروستي معلومات چېرته راټولیږي؟!             

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ د بایومتریک له دوه ویشت زره دستګاوو څخه څلور زره څلور سوه یې دغه کمیسیون ته رارسیدلي او پاتې نور به یې د تلې تر لسمې کابل ته را ورسیږي، چې د تلې پر دولسمه به یې په ټول هېواد کې د ویش لړۍ پیل شي.

خبریال: علی اصغري

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمه‌ییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشه‌يي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.

د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.

ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوس‌مهال په سيمه کې د يوه سوله‌ييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.

د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.

اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرله‌پسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.

پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.

مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!