تازه خبرونه
په کابل کې لاریونکوونکیو د ۳۰۰ زره جنجالي رایو د باطلیدو غوښتنه وکړه
د داکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ ټاکنډلې لاریونکوونکيو او اعتراض کوونکيو د جمعې پر ورځ(د لیندۍ ۸) که څه هم کابل ګارنیزیون خنډونه ایښي ول؛ له څو لارو ځانونه تر پښتونستان واټه ورسول او په یو پرېکړه لیک کې یې د ۳۰۰ زره جنجالي رایو د باطلیدو غوښتنه وکړه.
دوی، چې د کابل ښار له لویدیځې، شمالي، سویلي او ختیځې څنډې راروان شوي وه؛ د ټاکنو کمیسیون او ولسمشرغني پر ضد یې شعارونه پورته کړل او څرګندوي؛ که یې غوښتنه، چې د بې بایومتریک شویو رایو باطلیدل دي، ونه منل شي، لاریونونونه به روان وساتي او د ارګ له روازو به هم چاته د تګ راتګ اجازه ورنکړ شي.
د یادې ټاکنډلې دوه یم مرستیال اسدالله سعادتي ویلي؛ دا د ټاکنو کمیسیون ته یو ګواښ دی، چې بېرته خپل لومړني حالت ته وروګرزي او که نه دا د خلکو پرېکړه ده، چې درغل عناصر له ارګه پر زور وباسي.
د دې ټاکنډلې لومړي مرستیال څرګنده کړې، چې مونږ هیچا ته د درغلۍ له لارې حاکمیت ته د لاسرسي اجازه نه ورکوو.
په دې لاریون کې داکتر عبدالله عبدالله، چې د ثبات او همپالنې ټاکنډلې مشر دی؛ ګډون نه درلود، خو مرستیالانو او غړیو یې د خپلو پلویانو مشري کوله.
دوی دا ګواښ هم وکړ که غوښتنه یې ونه منل شي؛ دوه یم ګام به یې د ارګ د دروازو تړل وي.
د دغې ټاکنډلې یو غړي همایون همایون په ډاګه کړې، چې که کمیسیون له قانون سرغړونه روانه وساتي؛ مونږ به هم له قانون څخه سرغړونې ته اړ شو.
د یادې ټاکنډلې یو بل غړي الله ګل مجاهد ګواښ کړی، چې د ارګ څلور دروازې به وتړو او چاته به ارګ ته د وردننه کیدو اجازه ورنکړو.
لاریونکوونکیو ټاکنو خپواک کمیسیونه ته یوازې یوه ورځ وخت ورکړی، چې بې بایومتریک رایې د بیا رای شمېرنې له بهیره وباسي.
د ثبات او همپالنې د ټاکنډلې بل غړي بصیرسالنګي په ډاګه کړې؛ یوه درغله ډله راغلې او د ټاکنو صندوقونه یې د درغلۍ له لارې ډک کړي او ځان پلورونکی کمیسیون ترې هم ساتنه کوي.
د دې ډلې یو بل غړي مجیب الرحمان رحیمې د یو لړ نیوکو تر څنګ ګواښ کړې، چې له ټولو مدني او قانوني لارو به خپلې هڅې روانې ساتو.
د دغه اعتراض او لاریون له کبله د ښار مرکز ته ورغلې ټولې لارې تړل شوې وې او ښاریان له بېلابېلو ننګونو سره مخ شول.
د کابل ښار اوسیدونکې شکریه وایي، چې لیور مې په روغتون کې بستر دی؛ غواړم روغتون ته ولاړه شم. درې ساعته کیږي، چې ولاړه یم، څوک د تګ اجازه نه راکوي.
د کابل ښار اوسیدونکي پرویز نومي ویلي، چې عام ولس د حکومت د مشرانو د ناقانونه غوښتنو قرباني شوي؛ مونږ له حکومته غواړو، چې خلکو ته نورې ستونزې رامنځته نکړي. ټولې لارې تړل شوي او د حکومت دواړه مشران د واک و ځواک د تر لاسه کولو لپاره ښکېل دي؛ خو زمونږ دغه حالت ته پاملرنه نکوي.
دغو ټولو مخالفتونو ته په پاملرنه ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې د رایو بیا شمېرنه روانه ساتي او وروسته به د ټاکنو پایله اعلان کړي. هغه پایله، چې د ثبات او همپالنې ټاکنډلې یې د نه منلو ګواښ کړی دی.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه
تازه خبرونه
د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمهییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشهيي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.
د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.
ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوسمهال په سيمه کې د يوه سولهييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.
د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.
اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرلهپسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.
تازه خبرونه
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي
د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.
پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.
مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.
-
نړۍ4 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی5 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
تازه خبرونه22 hours ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه23 hours ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
لوبی20 hours ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل