تازه خبرونه
ټاکنې د سږ کال د تلې په ۲۸ تر سره کیږي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۷ کال د تلې پر اته ویشتمه تر سره کیږي.
کمیسیون د یادې ورځ لپاره د ټاکنو تر سره کیدو ته تیاری پیل کړ او غواړي، چې د شنبې پر ورځ(د وري ۱۱) د ټاکنو مهالوېش په رسمي ډول اعلام کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد وایي: د ټاکنو د نېټې له اعلام سره د ټاکنو د ترسره کیدل، د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د نوماندانو د نومونو لیکل او د اسنادو د لیدلو د وخت په اړه به ډېر ژر خلکو ته هر څه په ډاګه شي.
هغه زیاتوي، که په دې نېټه ټاکنې ونه شي؛ شونې نه ده، چې بیا دې په روان کال کې ټاکنې تر سره شي.
نړیوالې ټولنې هم د ۱۳۹۷ کال د تلې په میاشت کې د ټاکنو تر سره کیدو ته سره کرښه ایستلې او د ټاکنو ځنډیدل د افغانستان په خیر نه بولي.
په کابل کې د اروپایی تولنې سفیر پیري مایدون ویلۍ، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته ۱۵ میلیون یورو ځانګړي شوې دي.
د نوموړي په وینا؛ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې باید په ۲۰۱۸ کال کې تر سره شي، هیڅ بل پلان او انتخاب نشته. دا مهال د دې کار د تر سره کیدو ظرفیت لرو. مونږ د نړیوالې ټولنې غبرګون دا ډول اټکلوو، چې ټاکنې باید د اکتوبر په میاشت کې تر سره شي له دې پرته به وضعیت ډېر ترینګلی او جدي شي.
امنیتي بنسټونه هم د ټاکنو پر امنیت کار کوي له همدې کبله پتېل شوې، چې د نصرت عملیاتو په اډانه کې به هغه ګواښونه له منځه یوړل شي، چې د رایو ورکولو له زر ډېر مرکزونه ور سره مخ دي.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وایي: حکومت د ټاکنو مالي او امنیتي چمتووالی لري؛ دا یوه اړتیا ده او تر سره کول یې اړین دي. که تر سره نشي افغانستان زیانمن کیږي او حکومت یې تر سره کولو ته بشپړه سیاسي اراده لري.
دا درېیم ځل دی، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته نېټه ټاکي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون به د وري په ۲۵ د رایه ورکوونکیو نوملیکنه هم پیل کړي. که څه هم د تلې اته ویشتمې ټاکنو ته لومړني کارونه پیل شوي؛ خو اوس هم سیاسي ډلې او د ټاکنو څارونکي بنسټونه باور نه لري، چې په دې ورځ کې دې ټاکنې وشي.
خبریال: باعث حیات
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ