تازه خبرونه

ټرایکا پلس ناستې له افغانانو سره پر مرسته ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۲, ۱۴۰۰)

د امريکا، چين، روسيې او پاکستان استازیو د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعيت اندېښنه څرګنده کړه او له افغانانو يې خپل ملاتړ څرګند کړ.

د افغانستان د روان وضعیت په اړه د ټرایکا پلس یوه ورځنۍ غونډه په اسلام آباد کې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو او همغږۍ پای ته ورسېده.

په دې ګډه اعلامیه کې د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو غوښتل شوي، چې د یوه ټولګډونه حکومت په جوړولو کې د نورو افغانانو غوښتنې په پام کې ونیسي.

دوی ټینګار کړی، چې په هره کچه زدکړو ته د ښځو او نجونو لاسرسی یو نړیوال مسوولیت دی.

د غونډې ګډونوالو د اسلامي امارت مسوولین وهڅول، چې د ښځو او نجونو لپاره د پوره او برابرو زدکړو په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د غونډې په پیل کې په ډاګه کړه، چې افغانستان د اقتصادي سقوط په درشل کې دی.

هغه ویلي؛ له افغانستان سره مرستې باید نه یوازې روانې وساتل شي، بلکې د یو لړ دلایلو له مخې پیاوړې هم شي. هیڅوک نه غواړي، چې کورنۍ جګړې ته بېرته ستانه شي؛ هیڅوک نه غواړي، چې اقتصادي سقوط  او بې ثباتۍ ته لمن ووهي. هرڅوک غواړي، چې په افغانستان کې دننه د ترهګرو عناصرو سره په اغېزمنه توګه معامله وکړي او مونږ ټول غواړو، چې د کډوالو د نوي کړکیچ مخه ونیسو.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د غونډې ګډونوالو د زیانمن شویو افغانانو د خوندي ایستلو په برخه کې د اسلامي امارت له ژمنو هرکلی وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، چې پاکستان ته تللی، د ټرایکا پلس په غونډه کې یې ګډون ندی کړی؛ خو له ګډونوالو سره یې وکتل.

دغه راز د ا.ا د بهرنیو چارو چارسمبالي ويلي، افغانستان نور د نړۍ د ځبر ځواکه هېوادونو د سیالیو پر ډګر د بدلېدو زغم نلري.

مولوي متقي د اسلام آباد د استراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ، چې ا.ا د نړیوالو فشارونو پر وړاندې دریږي؛ خو له سوله ییزې لارې به معقولې غوښتنې په پام کې ونیسي.

امریکا له اسلامي امارت غوښتي، چې د بشري مرستو نړیوالو کارکوونکیو ته د فعالیت اجازه ورکړي.

د غونډې ګډونوالو هم د ملګرو ملتونو د همغږي کوونکي رول ستاینه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د  رویټرز خبري سرچینې د راپورله مخې؛ امریکا او قطر هوکړه کړې، چې قطر به په کابل کې د واشنګټن د ډیپلوماټیکو ګټو د ساتونکي په توګه هڅې کوي.

Trending

Exit mobile version