تازه خبرونه
ټرایکا پلس ناستې له افغانانو سره پر مرسته ټینګار څرګند کړ
د امريکا، چين، روسيې او پاکستان استازیو د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعيت اندېښنه څرګنده کړه او له افغانانو يې خپل ملاتړ څرګند کړ.
د افغانستان د روان وضعیت په اړه د ټرایکا پلس یوه ورځنۍ غونډه په اسلام آباد کې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو او همغږۍ پای ته ورسېده.
په دې ګډه اعلامیه کې د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو غوښتل شوي، چې د یوه ټولګډونه حکومت په جوړولو کې د نورو افغانانو غوښتنې په پام کې ونیسي.
دوی ټینګار کړی، چې په هره کچه زدکړو ته د ښځو او نجونو لاسرسی یو نړیوال مسوولیت دی.
د غونډې ګډونوالو د اسلامي امارت مسوولین وهڅول، چې د ښځو او نجونو لپاره د پوره او برابرو زدکړو په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د غونډې په پیل کې په ډاګه کړه، چې افغانستان د اقتصادي سقوط په درشل کې دی.
هغه ویلي؛ له افغانستان سره مرستې باید نه یوازې روانې وساتل شي، بلکې د یو لړ دلایلو له مخې پیاوړې هم شي. هیڅوک نه غواړي، چې کورنۍ جګړې ته بېرته ستانه شي؛ هیڅوک نه غواړي، چې اقتصادي سقوط او بې ثباتۍ ته لمن ووهي. هرڅوک غواړي، چې په افغانستان کې دننه د ترهګرو عناصرو سره په اغېزمنه توګه معامله وکړي او مونږ ټول غواړو، چې د کډوالو د نوي کړکیچ مخه ونیسو.
له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د غونډې ګډونوالو د زیانمن شویو افغانانو د خوندي ایستلو په برخه کې د اسلامي امارت له ژمنو هرکلی وکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، چې پاکستان ته تللی، د ټرایکا پلس په غونډه کې یې ګډون ندی کړی؛ خو له ګډونوالو سره یې وکتل.
دغه راز د ا.ا د بهرنیو چارو چارسمبالي ويلي، افغانستان نور د نړۍ د ځبر ځواکه هېوادونو د سیالیو پر ډګر د بدلېدو زغم نلري.
مولوي متقي د اسلام آباد د استراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ، چې ا.ا د نړیوالو فشارونو پر وړاندې دریږي؛ خو له سوله ییزې لارې به معقولې غوښتنې په پام کې ونیسي.
امریکا له اسلامي امارت غوښتي، چې د بشري مرستو نړیوالو کارکوونکیو ته د فعالیت اجازه ورکړي.
د غونډې ګډونوالو هم د ملګرو ملتونو د همغږي کوونکي رول ستاینه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د رویټرز خبري سرچینې د راپورله مخې؛ امریکا او قطر هوکړه کړې، چې قطر به په کابل کې د واشنګټن د ډیپلوماټیکو ګټو د ساتونکي په توګه هڅې کوي.
تازه خبرونه
بیجینګ دې له کابل سره د ترهګرۍ په اړه خبرې وکړي – اسلامآباد
د پاکستان د پلان او پراختیا وزیر احسان اقبال ويلي، اسلامآباد له بیجینګ غواړي، چې له کابل سره د تروریزم پر موضوع خبرې وکړي.
احسان اقبال له امریکا غږ سره په مرکه کې، چې نن یکشنبه (د غویی دېرشمه) خپره شوې؛ ویلي، پاکستان په افغانستان کې د میشتو ترهګرو ډلو په اړه اندېښنه لري، چې له دغه هېواده بهر ترهګریز فعالیتونه کوي.
هغه زیاته کړې: هغه ترهګر، چې د چینايي کارګرانو پر وړاندې یې وروستۍ پېښه کړې هم له افغانستان راغلي؛ نو زما په اند دا د اندېښنې وړ دي. مونږ هیله لرو، چې چین به هم افغانستان قانع کړي؛ ځکه افغانان هم په سیمه کې د چین واکمنۍ ته غوږ نیسي.
دغه پاکستاني چارواکي ویلي؛ په افغانستان کې د کړکېچ له کبله پاکستان ندی توانېدلی، چې په خپلو بېخبناوو کې پانګونه وکړي.
هغه افغانستان ته په نغوته کې ویلي، چې پاکستان له چین سره هوکړه کړې، چې د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز په پروژه کې درېیم هېواد هم شامل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم اسلامي امارت د پاکستانيو چارواکو اړوند امنیتي تورونه رد کړي.
تازه خبرونه
په فاریاب کې سیلابونو ۱۸ کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ کړل
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې په فاریاب ولایت کې تېره شپه سېلابونو ۱۸ کسان مړه او دوه نور ټپیان کړي دي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې سیلابونو په پښتونکوټ، المار، قیصار، بلچراغ، خیبر او دولتآباد ولسوالیو کې راوتلي دي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سېلابونو له کبله ۵۶۰ کورونه، ۸۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۱۰ پلورنځي او یو ګرځنده روغتیایي مرکز ویجاړ شوي دي.
ویل کیږي، چې ۳۰۰ څاروي او دوه زره میوه لرونکې ونې له منځه تللې دي.
تازه خبرونه
له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په رسمي جریده کې خپور شو
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون، چې په یوه مقدمه، ۳ فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی؛ د اسلامي امارت رهبر مولوی هبة الله اخوندزاده توشیح کړی او په رسمي جریده کې خپور شو.
د عدلیې وزارت ويلي؛ د دغه قانون له مخې روغ، کاسب او هغو کسانو لپاره، چې د یوې ورځې د خوراکي توکو د برابرولو وړتیا لري، سوال کول منع دي.
دا قانون د سوال کولو لپاره د ماشومانو او معلولینو کارول هم منع کوي.
د دغه قانون له مخې: هغه مسلکي سوالګر، چې د خلکو د خواخوږۍ د جلبولو په موخه له ماشوم، لیوني او معيوب څخه کار اخلي؛ د محکمې لهخوا پر يوه مياشت بند محکومېږي او تنظيموونکي يې تر شپږ مياشتو پورې پر بند محکومېږي.
په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې، د اسلامي امارت مشر د سوالګرو راټولولو امر وکړ، چې تر اوسه په لسګونو زره سوالګر راټول او په اړه یې بېلابېلې پرېکړې شوې دي.
-
د هوا حالاتو بدلونونه5 days ago
په تېرو ۲ زره کلونو کې د تېر کال اوړی له ټولو تود و – څېړنه
-
سوداگري4 days ago
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
پر رفح د اسرائیلو بریدونه په نړیواله محکمه کې ارزول کیږي
-
تازه خبرونه4 days ago
د تورخم لار لنډمهاله تړل کیږي
-
تازه خبرونه3 days ago
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
-
نړۍ4 days ago
اروپايي ټولنې روسي رسنۍ هم د بندیزونو په نوملړ کې ورزیاتې کړې
-
لوبی1 day ago
راشد خان د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر شو
-
سوداگري5 days ago
تېر کال د صادراتو او وارداتو ارزښت له ۱۰ میلیارډ ډالرو ډېر و – د احصائې ملي اداره