نړۍ

ټرمپ به راتلونکې اوونۍ د اوکراین په اړه له پوتین سره وګوري

دا کتنه به د ۲۰۲۱ کال له جون راپدېخوا د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ لومړۍ لیدنه وي.

Published

on

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ممکن راتلونکې اوونۍ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره وګوري. دا په داسې حال کې ده، چې واشنګټن پر روسیې د فشار راوړلو لپاره د چین په ګډون پر یوشمېر هېوادونو د بیا ځلې بندیز لګولړ ګواښ کړی دی.

دا کتنه به د ۲۰۲۱ کال له جون راپدېخوا د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ لومړۍ لیدنه وي.

ټرمپ دا هم ویلي؛ په پام کې ده، چې له دې لیدنې وروسته به د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ګډون یوه درې اړخیزه ناسته ترسره کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند منلې، چې ټرمپ له دواړو خواوو سره د لیدنې لپاره چمتو دی.

دا خبر له پوتین سره د امریکا د ځانګړي استازي سټیو ویټکوف له لیدنې وروسته خپور شوی، چې ټرمپ یې ” ستر پرمختګ” بولي؛ خو څرګندوي، چې لا تر اوسه یې بدلون نه‌بولي.

دوه اوونۍ مخکې ټرمپ روسیې ته وخت ورکړی و، چې یا به د سولي وړاندیز مني او یا به له نویو بندیزونو سره مخ کیږي.

د ټرمپ د دې ګواښ دوه ورځې پاتې دي. هغه ویلي وه، چې که دا وړاندیز ونه منل شي؛ نو د هغو هېوادونو پر وارداتو، چې د روسیې تېل اخلي لکه هند او چین لوړې تعرفې ولګوي.

روسیې او امریکا د سټراټیژیکو همکاریو او احتمالي اوربند په اړه بحث کړی؛ خو پوتین اوس هم پدې باور دی، چې هغه روانه جګړه ګټي او د امریکا نور بندیزونه به لږ اغېز ولري.

د اوکراین ولسمشر زیلینسکي هم ویلي، چې پر روسیې فشار اغېزمن دي؛ خو خبرداری ورکوي، چې په خبرو اترو کې باید دوکې ته پوره پاملرنه وشي.

دغه راز د روسیې او اوکراین له‌خوا د هوایي بریدونو د بندولو د وړاندیز امکان هم راپورته شوی، چې که پلي شي د تاوتریخوالي د کمولو پر لوري به یو ګام وي.

Trending

Exit mobile version