سیمه ییز خبرونه
ټرمپ به په سپټمبر کې پاکستان ته سفر وکړي – راپورونه
رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ له تمې سره سم د ټرمپ له سفر خبر ندی.
د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان دوه سیمهییزو ټلویزیوني چینلونو راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په سپټمبر کې پاکستان ته سفر وکړي.
که دا خبر تائید شي؛ نو دا به په نږدې دوه لسیزو کې پاکستان ته د امریکا د ولسمشر لومړنی سفر وي؛ ځکه جورج ډبلیو بوش په ۲۰۰۶ کال کې پاکستان ته سفر کړی و.
رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ له تمې سره سم د ټرمپ له سفر خبر ندی.
دې دواړو ټلویزیوني چینلونو ویلي، چې ټرمپ به په سپټمبر کې اسلامآباد ته له رسېدو وروسته هند ته هم سفر وکړي.
د امریکا او پاکستان اړیکو هغه وخت ښه پرمختګ وموند، چې ټرمپ تېره میاشت په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان د پوځي مشر عاصم منیر کوربتوب وکړ.
