سیمه ییز خبرونه

ټرمپ بیا هند ته له روسیې څخه د تېلو د پېر له کبله د سختو تعرفو لګولو ګواښ وکړ

ټرمپ په ټروټ پاڼه کې لیکلي: “هند نه یوازې له روسیې پر ډېره کچه تېل پېري، بلکې د دې تېلو ډېره برخه په آزاد بازار کې پر ګټه پلوري.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ یو ځل بیا ګواښ وکړ، چې د روسیې د تېلو د پېرودلو په اړه به له هند څخه پر توکو تعرفې لوړې کړي؛ خو هند د هغه برید “ناعادلانه” وباله او ژمنه یې وکړه، چې له خپلو اقتصادي ګټو شاته نشي.

ټرمپ په ټروټ پاڼه کې لیکلي: “هند نه یوازې له روسیې پر ډېره کچه تېل پېري، بلکې د دې تېلو ډېره برخه په آزاد بازار کې پر ګټه پلوري.

هغه زیاته کړې؛ دوی ته پروا نلري، چې په اوکراین کې څومره خلک د روسیې پر جنګي ماشین وژل کیږي.” هغه ویلي؛ دا به امریکا ته پر وارد شويو هندي توکو “د پام وړ” تعرفه لوړه کړي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند د دغو څرګندونو په ځواب کې ویلي، چې هند به “د خپلو ملي ګټو او اقتصادي امنیت د ساتنې لپاره ټولې اړینې هڅې په پام کې ونیسي.”

دې ویاند زیاته کړې: “پر هند برید بې بنسته دی او منطقي هم ندی.”

د ټرمپ له ګواښونو سره – سره د هند حکومتي سرچینو رویټرز ته ویلي، چې نوی ډیلی به له روسیې څخه د تېلو پېرودل روان وساتي. هند د روان کال په لومړۍ نیمایي کې هره ورځ شاوخوا ۱.۷۵ میلیون بېرل د روسیې خام تېل وارد کړي، چې د تېر کال پر پرتله یو سلنه زیاتوالی ښيي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د روسیې د تېلو واردول مو له هغې وروسته پیل کړل، چې دودیزو عرضه کوونکو خپل تېل اروپا ته ولېږدول؛ ځکه، نو هند د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره دې کار ته اړ شو.

دغه راز صنعتي سرچینو رویټرز ته ویلي، چې د هند پراخو چاڼخونو په دې وروستیو کې د روسیې د تېلو اخیستل بند کړي؛ ځکه، چې د ټرمپ د تعرفو لوړلو له ګواښ وروسته د نورو عرضه کوونکو پر پرتله د روسیې تخفیف کم شوی دی. په داسې حال کې، چې هندي چارواکو د هېواد د تېلو په پالیسۍ کې هر راز بدلون رد کړی دی.

ټرمپ مخکې په جولای کې اعلان کړی و، چې هغه به د هند پر وارداتو ۲۵ سلنه تعرفه ولګوي.

دغه راز هغه پرله‌پسې د هند په ګډون د بریکس هېوادونه له امریکا سره پر سیالۍ تورن کړي دي؛ خو دا تور دې هېوادونو رد کړی دی.

کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې له روسیې څخه د هند د تېلو او وسلو پرله‌پسې پېرودل به د ټرمپ د حکومت له ناڅاپي چلند سره یوځای د واشنګټن او ډیلي اړیکې ډېرې پېچلې کړي.

Trending

Exit mobile version