نړۍ
ټرمپ د ونزویلا تېل پلوري
هغه زیاته کړې، چې دا کچه تېل به د بازار پر بیه وپلورل شي او عواید به یې د ونزویلا او امریکا د خلکو د ګټې لپاره وکارول شي. د دې معاملې ارزښت ښايي تر ۱.۹ میلیارډ ډالرو پورې ورسېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ونزویلا له ۳۰ څخه تر ۵۰ میلیون بیرل تېلو څخه به، چې پخوا د امریکا د بندیزونو له کبله په دې هېواد کې بند پاتې ول؛ تصفیه او بازار ته وړاندې کړي.
هغه زیاته کړې، چې دا کچه تېل به د بازار پر بیه وپلورل شي او عواید به یې د ونزویلا او امریکا د خلکو د ګټې لپاره وکارول شي. د دې معاملې ارزښت ښايي تر ۱.۹ میلیارډ ډالرو پورې ورسېږي.
ټرمپ همداراز ویلي؛ امریکا به د ونزویلا د تېلو د بنسټونو په بیارغونه کې مرسته وکړي او لوی امریکايي شرکتونه هم ترې ګټه واخلي.
امریکا تېره اوونۍ پر ونزویلا پوځي برید وکړ او د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس ماډورو یې لاس تړلی امریکا ته ولېږداوه. او د فشار راوړلو لپاره غواړي، چې د چین، روسیې، کیوبا او ایران سلاکاران له ونزویلا ووځي.
د راپورونو له مخې؛ د امریکا استخباراتي ادارې ولسمشر ټرمپ ته داسې سپارښتنه کړې وه، چې ډلسی روډریګز لنډمهاله ولسمشره او د ماډورو نور جګپوړي چارواکي د هېواد د ثبات د ساتلو لپاره غوره انتخابونه وګڼي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اپوزیسیون مشرې ماریا کورینا ماچاډو په حکومت کې پراخ رول هیله لرله.