نړۍ
ټرمپ د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د نیولو اعلان وکړ
امریکا د ۱۹۸۹ کال د پاناما له برید راپدېخوا، چې د هېواد پوځي مشر مانویل نوریګا یې نسکور کړ؛ په لاتینه امریکا کې دومره مستقیمه لاسوهنه نده کړې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې امریکا د ونزویلا له برید وروسته ولسمشر نیکولاس مادورو نیولی او له هېواده ایستلی دی.
امریکا د ۱۹۸۹ کال د پاناما له برید راپدېخوا، چې د هېواد پوځي مشر مانویل نوریګا یې نسکور کړ؛ په لاتینه امریکا کې دومره مستقیمه لاسوهنه نده کړې.
ټرمپ په ټروټ پاڼه کې لیکلي: ” امریکا د وینزویلا پر ولسمشر نیکولاس ماډورو داسې بریالی برید، چې له خپلې میرمنې سره یوځای ونیول شو او له هېواده وایستل شو؛ ترسره کړی دی.”
د وینزویلا حکومت تر اوسه دا خبر تائید کړی ندی.
امریکا ماډورو د “مخدره توکو امپراتور” او د ټاکنو د درغلیو پر چلولو تورن کړی دی.
د وینزویلا رهبر، چې په ۲۰۱۳ کال کې د هوګو چاویز ځای ناستی شو او واک یې ترلاسه کړ ویلي؛ واشنګټن غواړي د هېواد د تېلو زیرمو کنټرول په لاس کې واخلي، چې د نړۍ ترټولو ستره زیرمه ده.