سیمه ییز خبرونه

ټرمپ له شي جین پینګ سره له حیرانوونکې لیدنې وروسته د چین تعرفې ۴۷ سلنې ته راټیټې کړې

ټرمپ دا څرګندونې د سویلي کوریا په بوسان ښار کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره له مخامخ لیدنې وروسته وکړې، چې له ۲۰۱۹ راپدېخوا د دوی لومړنۍ ده.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د چین تعرفې یې ۴۷  سلنې ته راټیټې کړې؛ بیجینګ نه یوازې د امریکا د سویابینو پېرودل بیا پیل کړل، بلکې د نادره کاني توکو صادرات روان ساتي او د غیرقانوني نشه‌یي توکو فنټانیل سوداګرۍ مخه به ونیسي.

ټرمپ دا څرګندونې د سویلي کوریا په بوسان ښار کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره له مخامخ لیدنې وروسته وکړې، چې له ۲۰۱۹ راپدېخوا د دوی لومړنۍ ده.

ټرمپ له بوسان څخه له وتلو لږ وروسته خبریالانو ته وویل: ” فکر کوم، چې دا یوه ښه لیدنه وه.”

هغه زیاته کړې، چې د چینایي وارداتو تعرفې به له ۵۷ سلنې څخه ۴۷ هغې ته راټیټې شي.

د نړیوالو ونډو بازارونه؛ ځکه بې ثباته شول، چې ټرمپ د دې معاملې جزئیات افشا کړل.

د نړیوالې ونډې بازارونه له وال سټریټ څخه تر ټوکیو پورې له غونډې څخه مخکې لوړې کچې ته رسېدلي وه. د نړۍ د دوه لویو اقتصادونو ترمنځ د سوداګرۍ په جګړه کې د پرمختګ په هیله، چې د اکمالاتو زنځیرونه یې ګډوډ او د نړیوالې سوداګرۍ باور یې زیانمن کړی دی.

د ټرمپ او شي جینپینګ لیدنه، چې د آسیا-اوقیانوسیه اقتصادي همکارۍ د سرمشریزې په څنډه کې ترسره شوه؛ نږدې دوه ساعته روانه وه.

ټرمپ له شي سره لاسونه وخوځول؛ مخکې لدې، چې په هوایي ډګر کې یې پر سرې غالۍ هرکلی وشي له هغه سره یې روغبړ وکړ تر موټره ورسره ولاړ.

ټرمپ له دې مخکې ګواښ کړی و، چې پر چینایي توکو به سل سلنه تعرفې ولګوي. د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ خبرې له یکشنبې پیل شوې وې.

سره له دې دواړه هېوادونه په زیاتېدونکي توګه په اقتصادي او جیوپولیتیک سیالۍ کې د سختې لوبې لپاره لېواله دي؛ ډېرې پوښتنې پاتې دي، چې دا سوداګریز بندښت به څومره وخت روان وي.

Trending

Exit mobile version