سیمه ییز خبرونه

ټرمپ پر ایران نوی برید وځنډاوه

ټرمپ په ټولنیزه شبکه «ټروت سوشیل» کې لیکلي، چې ایران او «د منځني ختیځ نورو هېوادونو» د دې لپاره د وخت غوښتنه کړې، چې نه یوازې هوکړه بشپړه او د هرمز تنګی اړخیز پرانیستل شي، بلکې د ایران اټومي ګواښ هم ورسره پای ته ورسیږي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که د ایران د اټومي پروګرام په اړه د اندېښنو د پای ته رسېدا او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدا لپاره ژر هوکړې ته ورسېږي؛ نو پر ایران نوی برید به وځنډوي.

ټرمپ په ټولنیزه شبکه «ټروت سوشیل» کې لیکلي، چې ایران او «د منځني ختیځ نورو هېوادونو» د دې لپاره د وخت غوښتنه کړې، چې نه یوازې هوکړه بشپړه او د هرمز تنګی اړخیز پرانیستل شي، بلکې د ایران اټومي ګواښ هم ورسره پای ته ورسیږي.

هغه زیاته کړې، د همدې غوښتنې له مخې یې پلان شوی برید درولی؛ خو په دې شرط، چې هوکړه به په لنډ وخت کې رامنځته شي.

ټرمپ همداراز ویلي، چې اسرائیل هم په دې ژمنه کې ورسره مل دی؛ خو اسرائیلي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نهءدي کړي.

دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان له لوړپوړیو چارواکو سره په بېلابېلو ټیلیفوني خبرو کې د امریکا د هر راز پوځي کړنې په اړه خبرداری ورکړی او څرګندوي، چې تهران به د هر راز «تېري» پر وړاندې پرېکنده ځواب ورکړي.

عراقچي د پاکستان له لوی درستیز عاصم منیر او د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په خبرو کې د بې‌ثباته کوونکو کړنو د پایلو او په سیمه کې د ناامنۍ د زیاتېدا د خطر په اړه خبرې کړې دي.

دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزیر د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود ته ویلي، چې د امریکا او اسرائیلو هر راز برید یا په داسې کړنو کې د سیمې د هېوادونو ګډون به د ایران له «متناسب ځواب» سره مخ شي.

همدارنګه یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران په اړه د امریکا د پلانونو په اړه اندېښنه ښودلې او د دې موضوع په اړه یې وضاحت غوښتی دی.

بل لور ته د ایران له امنیتي ادارو سره نږدې یوې رسنۍ خبرداری ورکړی، چې د ایران د انرژۍ پر بنسټیزو ودانیو برید ښايي په سیمه کې د تېلو او ګازو پر بنسټیزو ودانیو د غبرګونونو لامل شي.

ټرمپ له دې مخکې ویلي وه، چې د امریکا مرکچیان، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویټکاف او د هغه زوم جیرډ کوشنر اوس هم هڅه کوي له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي؛ خو هغه په ورته وخت کې تهران د ژمنو پر ماتولو تورن کړی دی.

د امریکا او ایران ترمنځ وروستیو نښتو او کړکېچونو د نړۍ د انرژۍ د لېږد مهمې لارې، هرمز تنګي د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي او د نړیوالو بازارونو د تېلو بیې ورسره لوړې شوې دي.

Trending

Exit mobile version