تازه خبرونه

ټرمپ په لاتینه امریکا کې د نوي پېر پیل اعلان کړ

ډونالډ ټرمپ په یوه رسنیز کنفرانس کې ټینګار وکړ، چې لېږد باید روڼ او عادلانه وي؛ ځکه، چې امریکا د ونزویلا د خلکو پر سوله، آزادۍ او عدالت باور لري.

Published

on

د ونزویلا د ولسمشر نیکولاس ماډورو له نیول کېدا وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا به د وینزویلا واک تر هغه وخته پورې پر غاړه ولري، چې د واک قانوني، خوندي او منظم لېږد رامنځته شوی نه‌وي.

ډونالډ ټرمپ په یوه رسنیز کنفرانس کې ټینګار وکړ، چې لېږد باید روڼ او عادلانه وي؛ ځکه، چې امریکا د ونزویلا د خلکو پر سوله، آزادۍ او عدالت باور لري.

ټرمپ خبریالانو ته پرته له دې، چې نور جزئیات ورکړي ویلي، هغه به د خپلې کابینې ځینې غړي د ونزویلا د چارو د پرمخ وړلو  لپاره وټاکي.

نیکولاس ماډورو پرون په کاراکاس کې د امریکا په يوه پوځي برید کې ونیول شو او نیویارک ته ولېږدول شو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ وایي:  ماډورو د خپلې مېرمنې سیلیا فلورس سره ونیول شو؛ دواړه اوس د امریکا له عدالت سره مخ دي. مونږ به له اوس څخه تر هغه وخته پورې ونزویلا اداره کړو، چې یو خوندي او عادلانه لېږد ترسره نشي. مونږ نه غواړو بل داسې څوک واک ترلاسه کړي، چې د ونزویلا د خلکو غوره ګټې په پام کې ونه نیسي.”

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی، چې د دې هېواد د نفتو لوی شرکتونه به ونزویلا ته ورننوځي، چې د دغه هېواد د نفتو د بېخبناوو بیا رغونه وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ونزویلا د نفتو صنعت تر دې دمه ناکام و.

ډونالډ ټرامپ ویلي:”هرڅوک پوهیږي، چې د ونزویلا د نفتو صنعت له ډېرې مودې راپدېخوا په ټپه ولاړ حالت کې دی. د هغې تولید د خپل رښتیني ظرفیت څخه ډېر ټیټ و. مونږ د امریکا د نفتو لوی شرکتونه راوړو، چې میلیارډونه ډالر پانګونه وکړي او د نفتو د زیانمن شوې بېخبنا بیا رغونه وکړي او د هېواد لپاره عاید تولید کړي. د وینزویلا او د امریکا ترمنځ دا ملګرتیا به د ونزویلا خلک شتمن، خپلواک او خوندي کړي.”

دغه راز د امریکا د جګړې وزیر ترسره شويو عملیاتو ته په نغوته کې د خپل هېواد دښمنانو ته خبرداری ورکړ، چې امریکا په هر وخت او هر ځای کې د خپلې ارادې د پلي کولو توان لري.

د امریکا د جګړې وزیرپیټ هیګسټ وایي: “دا ګډ پوځي او امنیتي عملیات بې عیبه ترسره شول. امریکایي ځواکونه بې ساري دي. زمونږ دښمنان باید پوه شي: امریکا کولی شي هغه څه وکړي، چې غواړي یې، هر وخت، هرچیرې. دا عملیات د امریکا د خلکو د امنیت، آزادۍ او هوساینې په اړه دي. دا یعنې  “امریکا لومړی” دا یعنې”د ځواک له لارې سوله”.

ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې دې عملیاتو د امریکا له لاسه ورکړشوی واک او عظمت بېرته راګرځولی دی، چې د هغه پر وینا له افغانستان څخه له وتلو وروسته زیانمن شوی و.

هغه ویلي، چې له افغانستان څخه “ګډوډ او له سپکاوي ډک” وتلو امریکا په نړیواله کچه د خندا وړ ګرځولې وه؛ خو اوس د امریکا د پوځ پیاوړتیا ښیي، چې د هېواد درناوی او اعتبار بېرته راګرځېدلی دی.

Trending

Exit mobile version