نړۍ

ټرمپ کانګرس ته د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو د بیا پیل خبر ورکړ

د رویټرز د راپور له مخې؛ ترمپ په هغه لیک کې، چې د جولای پر لسمه یې ترتیب کړی، ویلي:« دا پوځي کړنه مې د امریکا د وګړو، ملي امنیت او د هېواد د بهرني سیاست د ګټو د ساتنې لپاره، د خپلو اساسي مسوولیتونو په چوکاټ کې رهبري کړې ده.»

Published

on

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په یوه رسمي لیک کې خبر ورکړی، چې د جولای له اوومې راپدېخوا یې د ایران پر ضد پوځي عملیات بیا پیل کړي، چې د هغه د دولت د څرګندونو له مخې، دا کړنه د کانګرس له نوې اجازې پرته د ۶۰ ورځني پوځي عملیاتو نوی پړاو پیلوي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ ترمپ په هغه لیک کې، چې د جولای پر لسمه یې ترتیب کړی، ویلي:« دا پوځي کړنه مې د امریکا د وګړو، ملي امنیت او د هېواد د بهرني سیاست د ګټو د ساتنې لپاره، د خپلو اساسي مسوولیتونو په چوکاټ کې رهبري کړې ده.»

ټرمپ په خپل لیک کې یادونه کړې، چې د اپریل پر اوومه یې د دوه اوونیو اوربند امر کړی و، چې وروسته وغځول شو او په همدې موده کې د ډیپلوماټیک حل لپاره هم هڅې روانې وې.

هغه همداراز د جون پر اووه لسمه له ایران سره د لاسلیک شوې هوکړې یادونه کړې او ادعا کوي؛ تهران د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو له بریدونو سره دغه هوکړه ماته کړې، چې له کبله یې د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو د بیا پیل امر شوی دی.

ټرمپ د دوشنبې پر ورځ دا هم ویلي، چې امریکا په خلیج کې د ایراني بېړیو سمندري کلابندي بېرته پيل کړې او د هرمز تنګي د پرانیستې ساتلو لپاره به اقدام وکړي.

د امریکا د اساسي قانون له مخې، یوازې کانګرس د جګړې د اعلان واک لري؛ خو د دغه هېواد ولسمشرانو تل استدلال کړی، چې د ملي امنیت د ساتنې لپاره د کانګرس له اجازې پرته هم لنډمهالي پوځي عملیات پیلولی شي.

په همدې حال کې د جګړې د واکونو قانون ولسمشر اړ کوي، چې د پوځي عملیاتو له پیل څخه په ۴۸ ساعتونو کې کانګرس خبر کړي او که د کانګرس اجازه نه‌وي؛ عملیات باید له ۶۰ ورځو ډېر دوام ونه‌کړي.

ټرمپ استدلال کړی، چې د اوربند له اعلان سره لومړۍ ۶۰ ورځنۍ موده پای ته رسېدلې وه؛ خو یو شمېر ډیموکراټ او د جګړې مخالف جمهوري‌پال قانون جوړوونکي دا تفسیر ناسم بولي او اداره د قانون په ناسم تعبیر تورنوي.

دغه راز د امریکا استازو جرګې او سنا تېره میاشت یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ، چې له ټرمپ څخه یې وغوښتل امریکايي ځواکونه له ایران سره له پوځي ښکېلتیا وباسي. دا اقدام د جګړې د دوام په اړه د اندېښنو د زیاتېدا نښه بلل کېږي.

ټرمپ د دغه پرېکړه‌لیک له تصویب وروسته خپل منتقدان تورن کړل، چې له خپلې رایې سره یې ایران ته «ډاډ» ورکړی او د هغه د ادارې ماموریت یې نور هم ستونزمن کړی دی.

Trending

Exit mobile version