تازه خبرونه
ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدا نیوکه وکړه
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ یوې غونډې ته ویلي؛ امریکا« د نړۍ تر ټولو پیاوړی او ځواکمن پوځ» لري او زیاتوي، چې د دغه ځواک ډېره برخه د هغه د ولسمشرۍ د لومړي پېر پر مهال رامنځته شوې وه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، حکومت یې د امریکا پر وسلهوالو ځواکونو د تاریخ تر ټولو ستره پانګونه کړې وه؛ خو د جو بایډن ادارې په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو یوه لویه برخه پرېښې ده.
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ یوې غونډې ته ویلي؛ امریکا« د نړۍ تر ټولو پیاوړی او ځواکمن پوځ» لري او زیاتوي، چې د دغه ځواک ډېره برخه د هغه د ولسمشرۍ د لومړي پېر پر مهال رامنځته شوې وه.
هغه یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر په اړه د بایډن پر ادارې نیوکه وکړه او ادعا کوي، چې د امریکا ډېر پوځي تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل شوي دي.
ټرمپ وایي:« هغوی د دې تجهیزاتو ډېره برخه طالبانو(اسلامي امارت) او افغانستان ته پرېښوده.»
نوموړي زیاته کړې، الوتکې او نور تجهیزات باید له افغانستان څخه ایستل شوي وی.
ټرمپ ویلي:« دا ډېر د افسوس وړ وه. ما ولیدل، چې څه روان ول. ډېر ناوړه کار وشو.»
کارپوهانو ویلي، چې ټرمپ په خپل دوهيم پېر کې ان یو ځل هم؛ پر هغو وسلو او تجهیزاتو، چې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال یې پوځي ځواکونو ویجاړ کړي، خبرې نهدي کړي.
تازه خبرونه
افغانستان د سترو پانګونو د جذبولو لپاره چمتو دی – زلمی خلیلزاد
خلیلزاد په کابل کې د افغانستان د کانونو وزارت او سعودي دلتا شرکت ترمنځ د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، چې دغه تړون ښيي؛ افغانستان تر بل هر وخت ډېر د سوداګرۍ او سترو پانګونو لپاره چمتو شوی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې افغانستان د سترو نړیوالو پانګونو د جذب لپاره چمتو دی او د سعودي عربستان له نفت او ګاز شرکت سره نوی تړون د هېواد د اقتصاد لپاره یو مثبت پرمختګ بلل کېږي.
خلیلزاد په کابل کې د افغانستان د کانونو وزارت او سعودي دلتا شرکت ترمنځ د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، چې دغه تړون ښيي؛ افغانستان تر بل هر وخت ډېر د سوداګرۍ او سترو پانګونو لپاره چمتو شوی دی.
هغه زیاته کړې، چې افغانستان له ډېره وخته راپدېخوا د منځنۍ آسیا د پراخو سرچینو او د سویلي آسیا د لویو او مخ پر پراختیا بازارونو ترمنځ د یوه ځمکني پُل په توګه مطرح شوی دی.
د خلیلزاد د څرګندونو له مخې؛ افغانستان پخپله هم د پام وړ طبیعي سرچینې لري، چې د سیمې او نړیوالو بازارونو اړتیاوې پوره او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کولی شي.
خلیلزاد دغه تړون« مثبت او هیلهبښونکی پرمختګ» بللی او څرګندوي، چې افغانان له څو لسیزو جګړو وروسته اوس له پراخو اقتصادي اړتیاوو سره مخ دی.
هغه دواړو لوریو ته د دغه تړون له کبله مبارکي ورکړې او خوښ دی، چې د افغانستان د پانګونې د راتلونکي لپاره د یوه اړین پرمختګ شاهد و.
تازه خبرونه
افغانستان ته دې بشري مرستې زیاتې او پر وخت ورسول شي – یوناما
نوموړي د اسلامي امارت له مشرتابه څخه د تورخم له لارې افغانستان ته د زر کانټینره خوراکي توکو او درملو د لېږد لپاره د آسانتیاوو برابرولو له کبله مننه کړې او څرګندوي، چې که دغه خوراکي توکي او درمل پر وخت افغانستان ته نه وای لېږدول شوي؛ له منځه به تللي وای.
د یوناما د سیاسي برخې مسوول سکاټ سمیټ د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر یه رییس عبدالواسیع خادم سره د لیدنې پر مهال ويلي، چې په تېرو څو کلونو کې د اسلامي امارت او یوناما ترمنځ ښه همغږي او همکاري رامنځته شوې او د افغانستان لپاره د یوناما د ماموریت پرلهپسې غځېدا د دې همکاریو ښه نښه ده.
نوموړي د اسلامي امارت له مشرتابه څخه د تورخم له لارې افغانستان ته د زر کانټینره خوراکي توکو او درملو د لېږد لپاره د آسانتیاوو برابرولو له کبله مننه کړې او څرګندوي، چې که دغه خوراکي توکي او درمل پر وخت افغانستان ته نه وای لېږدول شوي؛ له منځه به تللي وای.
سکاټ سمیت ویلي، یوناما د افغانستان د نړیوالې ټولنې له هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار کوي او ټینګار یې کړی، چې موجود سیاسي ثبات باید وساتل شي او د افغانستان د اقتصاد د ښه کېدا لپاره ګډو هڅو ته دوام ورکړ شي.
هغه وړاندیز کړی، چې د افغانستان د غږ او غوښتنو د ښه رسولو لپاره دې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ یو ګډ میکانیزم رامنځته شي، چې کله ناکله رامنځته شوې ستونزې د همغږۍ له لارې مناسبې حل شي.
د ریاستالوزراء مقام د عمومي دفتر رییس ملا عبدالواسع په دې لیدنه کې د یوناما له هڅو او فعالیتونو د ستایلو ترڅنګ ډاډ څرګند کړ، چې اسلامي امارت به له یوناما سره خپلې همکارۍ روانې ساتي.
عبدالواسع خادم د ملګرو ملتونو له نورو اړوند ادارو وغوښتل، چې اړمنو افغانانو او د طبیعي پېښو زیانمنو شویو کسانو ته خپلې مرستې زیاتې او دې برخې ته لومړیتوب ورکړي.
نوموړي همداراز ویلي، په افغانستان کې د امنیت، ثبات او رامنځته شویو اقتصادي فرصتونو په پام کې نیولو سره؛ یوناما باید د افغانستان شته واقعیتونه نور هم وځلوي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت دې د ښځو او نجونو پر محدودیتونو بیاکتنه وکړي – ملګري ملتونه
دې ټولنې له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز سمدستي لرې کړي او په ټول هېواد کې دې د ملګرو ملتونو ودانیو ته د هغوی خوندي او بېخنډه لاسرسی تضمین کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې پر ښځو او نجونو لګېدلي ټول محدودیتونه لرې کړي او په ټولو برخو کې د هغوی د بشپړ، برابر او معنا لرونکي ګډون حقونه خوندي کړي.
دې ټولنې له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز سمدستي لرې کړي او په ټول هېواد کې دې د ملګرو ملتونو ودانیو ته د هغوی خوندي او بېخنډه لاسرسی تضمین کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، د ملګرو ملتونو ټولو کارکوونکو ته خپلو کاري ځایونو ته بېخنډه لاسرسی او زیانمنو خلکو؛ ښځو او نجونو، ته د مرستو رسول ډېر اړین دي.
هغه ویلي؛ ښځو ته د دې زمینه برابرول، چې ښځو او نجونو ته بشري مرستې او اړین خدمتونه ورسوي، د اغېزمن او اصولي بشري غبرګون لپاره یوه اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند سټېفان ډوجاریک د څرګندونو له مخې؛ د سپټمبر اوومه هغه ورځ ده، چې کال مخکې افغان ښځې په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو ودانیو ته له ننوتلو منع شوې.
نوموړي ویلي، پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه د هغوی د ژوند پر ټولو برخو اغېز کوي او په عامه ژوند، زدهکړو او د کار په ډېرو برخو کې د هغوی د بشپړ ګډون مخنیوی مخنیوی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، دغه محدودیتونه د افغانستان د اقتصادي پراختیا، ثبات او له نړیوالې ټولنې سره د بېرته یوځای کېدا پر وړاندې هم جدي خنډ دي.
ویل کیږي، چې د ملګرو ملتونو ودانیو ته د افغان ښځو د لاسرسي محدودول افغانانو ته د ژغورنې او نورو مرستو د رسولو وړتیاوې کمزورې کوي.
-
تازه خبرونه5 days agoله اسلامي امارت سره د تعامل کوم پلان نهلرو- امریکا
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي امارت مشر د ټرافیکي پېښو په اړه فرمان صادر کړ
-
سوداگري5 days agoافغان او روسي چارواکو د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه2 days agoپنجاب له ګاونډ هېوادونو نه، له ګاونډ ایالتونو ډېر ګواښل کېږي- مریم نواز
-
تازه خبرونه2 days agoله امریکا څخه شپږ ایستل شوي افغان او کیوبايي کډوالو ګویان ته ولېږدول شول
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoهرمز تنګي ته نږدې پر بېړیو د امریکا او ایران ترمنځ بریدونه وشول
-
تازه خبرونه2 days agoایران پر ویلچر ناست یو زنداني معلول افغان اعدام کړ
-
تحول3 days agoتحول: افغانستان او د منځنۍ آسیا د امنیت پر سر د قدرتونو سیالي
