تازه خبرونه
ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدا نیوکه وکړه
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ یوې غونډې ته ویلي؛ امریکا« د نړۍ تر ټولو پیاوړی او ځواکمن پوځ» لري او زیاتوي، چې د دغه ځواک ډېره برخه د هغه د ولسمشرۍ د لومړي پېر پر مهال رامنځته شوې وه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، حکومت یې د امریکا پر وسلهوالو ځواکونو د تاریخ تر ټولو ستره پانګونه کړې وه؛ خو د جو بایډن ادارې په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو یوه لویه برخه پرېښې ده.
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ یوې غونډې ته ویلي؛ امریکا« د نړۍ تر ټولو پیاوړی او ځواکمن پوځ» لري او زیاتوي، چې د دغه ځواک ډېره برخه د هغه د ولسمشرۍ د لومړي پېر پر مهال رامنځته شوې وه.
هغه یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر په اړه د بایډن پر ادارې نیوکه وکړه او ادعا کوي، چې د امریکا ډېر پوځي تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل شوي دي.
ټرمپ وایي:« هغوی د دې تجهیزاتو ډېره برخه طالبانو(اسلامي امارت) او افغانستان ته پرېښوده.»
نوموړي زیاته کړې، الوتکې او نور تجهیزات باید له افغانستان څخه ایستل شوي وی.
ټرمپ ویلي:« دا ډېر د افسوس وړ وه. ما ولیدل، چې څه روان ول. ډېر ناوړه کار وشو.»
کارپوهانو ویلي، چې ټرمپ په خپل دوهيم پېر کې ان یو ځل هم؛ پر هغو وسلو او تجهیزاتو، چې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال یې پوځي ځواکونو ویجاړ کړي، خبرې نهدي کړي.