سیمه ییز خبرونه
پاكستان په يوه تازه اقدام كې د طالبانو د ډلې څو مهم غړي خوشې كړل
د افغانستان د سولې عالي شورا د پاكستان له زندانونو څخه د څو جگپوړو طالب چارواكو له خلاصون څخه هركلى كوي. د دې بنسټ چارواكي وايې، له وسله والو طالبانو سره د خبرو په لار كې دا مهم گام دى.
د افغان دولت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو لپاره د ښه نيت د ښكاره كولو په هدف پاكستان په يوه تازه اقدام كې د طالبانو د ډلې څو مهم غړي خوشې كړل.
د افغانستان د سولې عالي شورا د بهرنيو اړيكو سلاكار محمد اسماعيل قاسميار د پاكستان د حكومت له دې اقدام څخه د هركلي تر څنگ وايې:
هيله لري خوشې شوي كسان د سولې له پروسې سره مرستندوى رول ولوبوي.
افغان حكومت له پاكستان غواړي، چې ټول بندي طالبان خوشې كړي.
د ولسمشر وياند ايمل فيضي همدا راز وايې:
چمتو دى، چې خوشې شويو كسانو ته په كور دننه د اوسېدو زمينه برابره كړي.
په همدې حال كې د طالبانو د جيش المسلمين د تنظيم مشر سيد محمد اكبر آغا د دې كسانو خوشې كول د جگړې د اړخونو تر منځ د باور د پېدا كولو لپاره لومړني كارونه بولي، خو وايې، د سولې د بهير له پياوړتيا سره به دا اقدام چندان مرسته ونه كړي.
اكبر آغا زياتوي، د ده د معلوماتو له مخې، په دې كسانو كې د طالبانو د عدليې وزير نورالدين ترابي، د مخابراتو وزير ملا داد الله طبيب، د هلمند والي مولوي عبدالباري، د طالبانو د مشرملا محمد عمر د دفتر مسئول ملا محمد اعظم او محمد داوود شامل دي.
اكبرآغا همدارنگه وويل، خوشې شوي كسان د پاكستان په كوېټې او كراچۍ ښارونو كې خپلو كورونو ته رسېدلى دي.
د پاكستان له زندانونو څخه د دې افرادو د خوشې كېدو په باب د افغانستان مشرانو جرگه د سولې له عالي شورا څخه د وضاحت غوښتنه كوي.
تېره مياشت هم د پاكستان حكومت د طالبانو نهه قوماندانان آزاد كړي وو.
د ځينو كارپوهانو په وېنا، كه چېرې خوشې شوي كسان يو ځل بيا د طالبانو ليكو ته ورشي، د سولې د بهير د دوام لپاره به دا اقدام هېڅ گټه ونه كړي.