سیمه ییز خبرونه
پانگه والو ته د ځمكو د ترلاسه كولو اسا نتياوي رامنځته شوي
د كرنې او مالدارۍ وزير وايي، چې:
وروسته له دې به هغه پانگه وال، چي غواړي په هېواد كي پانگونه وكړي؛ د اړتيا وړځمكه به د ايسا ادارې په مرسته له دغه وزارت څخه ترلاسه كوي.
نوموړي وايي:
د هېواد په اته ويشت ولايتونو كي د غصب شويو ځمكو سروي بشپړه شوې او ژر به يي د تر لاسه كولو لړۍ پيل شي.
د كرني او مالداري وزير محمد اصف رحيمي وايي، چې:
د دې ستونزې د اوارۍ لپاره له ځانگړې پانگونې څخه د مل اتړ ادارې(ايسا) سره تړون لاس ليك شوى، چې د پانگه والو د اړتيا وړ ځمكه به د (ايسا) لخوا وركول كيږي.
نوموړي په ډاگه كړه، چې:
كه څه هم د تېر په پرتله پانگه والو ته اوس د ځمكو د ترلاسه كولو اسا نتياوې رامنځته شوي؛ خو اوس هم د ځمكو د تثبيت او د ځمكو د قانون په برخه كي ستونزې شته، چې د كرني وزارت ته يي د ځمكو د وېش په اړه ستونزي پيداكړي.
محمد اصف رحيمي همدا راز زياته كړه، چې:
د دغه وزارت د نورو اړوند ادارو په همكاري توا نيدلي يو، چې۲۰۰ زره هكتاره غصب شوې ځمكه له غاصبينو بېرته راوگرزول شي. افغان د ولت ۸ ميليون هكتاره ځمكه لري، چې د بېلابېلو خلكو لخوا غصب شوې.
د يادونې وړ ده، چې په هېواد كي د پانگوني په اړه د سوداگرو په وړاندې د صنعتي پاركونو نه شتون يوه ستره ننگونه ده او تل د ځمكو له نه شتون څخه اندېښنه څرگنده شوې ده.